د رواد د ژباړې مرکز — 98
4:122 او هغوى چې ايمان یې راوړى اوسم كارونه يې كړي، زر به يې داسې جنتونو ته ننباسو چې ويالې ترې لاندې بهيږي، تلپاتې په هغه كې تر ابده، د الله رښتينې وعده ده، او څوك به الله نه زيات په خبرو كې رښتينى وي؟
4:123 نه ستاسو په هيلو (برابره) ده او نه د اهل كتابو، چا چې ناوړه كار وكړ د هماغه بدله وركول كيږي، او ځان ته به له الله پرته نه كوم دوست مومي او نه څوك مرستندوى.
4:124 او څوك چې ښه عملونه وكړي، نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو دغسې خلك به جنت ته ننوځي او د كجور زړي د چاود په اندازه به ظلم پرې ونه شي.
4:125 او له هغه چا نه په دين كې څوك غوره دى چې الله ته يې ځان تسليم كړى، حال دا چې ښېګڼې والا دی، او د حق پلوي ابراهيم په دين پسې روان وي او الله خو ابراهيم خپل دوست نيولى.
4:126 او څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، هغه (ټول) د الله دي، او الله له هر څه راچاپېر دى.
4:127 او د ښځو په هكله درنه فتوى غواړي، ورته وايه الله په دوى كې هم فتوى دركوي او هغه څه هم (د رښايي) چې په كتاب كې درباندې لوستل كيږي يعنې د هغو يتيمو ښځو په هكله چې ټاكلى مهر يې نه وركوئ او غواړئ چې په نكاح يې كړئ او د كمزورو ماشومانو په هكله هم، او دا چې د يتيمانو په اړه په عدل ولاړ اوسئ، او كوم د خير كار چى كوئ نو الله ډېر ښه ورباندې پوه دى.