>

د رواد د ژباړې مرکز — 96

4:106 له الله نه بخښنه وغواړه، بې شکه هغه ستر بخښونكى او مهربان دى.

4:107 كوم كسان چې له خپل ځان سره خيانت كوي ته د هغوی لخوا جنګ مه كوه، الله خائن ګناهګار نه خوښوي.

4:108 خلكو نه يې پټول غواړي او الله نه يې نه پټوي حال دا چى دى (الله) خو هغه مهال هم ورسره و چې د شپى په مشوره كې يې نا خوښه خبرې كولې او الله له هغو كارو چې دوى يې كوي راچاپېردى.

4:109 ای تاسو هغه خلك ياست چې د دنيا په ژوند كې مو د دوى په مخ كې جنګونه كول نو د قيامت په ورځ به د دوى له خوا څوك الله سره جګړه كوي يا به څوك د دوى وكيل شي؟

4:110 او چا چى بدي وكړه يا يې پر خپل ځان ظلم وكړ بيا يې الله نه بخښنه وغوښته نو الله به مهربان بخښونكى بيامومي.

4:111 او څوك چې ګناه كوي نو پر خپل ځان يې كوي او الله خو د حكمت او پوهې خاوند دى.

4:112 او چا چې كومه خطا يا ګناه وكړه بيا يې تور په كوم بې ګناه كس ولګاوه، نو رښتيا چې د لوى بهتان او څرګندې ګناه پېټى يې واخيست.

4:113 او كه د الله فضل او لورينه درباندې نه واى نو د هغو يوې ډلى خو دا غوښتل چې تا تېر باسي، حال دا چې له خپلو ځانو پرته يې بل څوك نه شو تېر اېستلى، او تا ته يې هم كوم تاوان نشو در رسولى، او الله پر تا باندى كتاب او حكمت را نازل كړى او هغه څه يې در ښوولي چې تا ته معلوم نه وو او پر تا د الله ډېر ستر فضل دى.