>

د رواد د ژباړې مرکز — 90

4:75 او په تاسو څه شوي چې د الله په لار كې او د هغو بې وزلو سړيو، ښځو او ماشومانو (ژغورنې) لپاره نه جنګېږئ چې وايي زموږ ربه له دې كلى مو وباسه چې خلك يې ظالمان دي، او له خپل لوري څوك پالونكى راته وټاكه او له خپلې خوا څوك مرستندوى راته وټاكه.

4:76 چا چې ايمان راوړى د الله په لار كې جنګيږي او څوك چې كافر شوي د شيطان په لار كې جنګيږي، نو د شيطان ملګرو سره وجنګيږئ چې د شيطان تدبير حتماً كمزورى دى.

4:77 آيا هغو ته دې نه دي كتلي چې ورته وويل شول: لاسونه مو (له جنګه ونيسئ) لمونځ كوئ او زكات وركوئ، خو كله چې جنګ ورباندې فرض شو نو دا دى يوه ډله يې له خلكو داسې ډاريږي لكه الله نه وېرېدل يا له هغه هم زياته وېره، او ويل يې: زموږ ربه! ولې دې جګړه را باندى فرض كړه؟ ولې دې تر څه نږدې نېټې ونه ځنډولو؟ ورته وايه دنيايي ګټه سامان ډېر لږ دى او آخرت غوره دى چا ته چې ځان يې وساتلو او وېښته غوندې ظلم به نه درسره كيږي.

4:78 هرچېرې چې ياست مرګ به مو بيامومي كه څه هم په كلكو پخو كلاګانو كې ياست، او كه څه ښېګړه ور ورسيږي وايي دا د الله له لوري وه، خو چې كړاو ورپېښ شي، وايي: دا له تا ده، ورته وايه دا ټول د الله له لوري دي، نو په دې خلكو څه شوي چې په هېڅ خبره نه پوهيږي؟

4:79 (خبره داده) كومه ښېګړه چې در ورسي د الله له خوا ده او كه څه كړاو در پېښ شي نو ستا له خپله ځانه ده، او ته مو خلكو ته يو استازى لېږلى يې، او الله د شاهد په توګه بس دى.