د رواد د ژباړې مرکز — 89
4:66 او كه پر دوى مو دا فرض كړې واى چې ځانونه ووژنئ او له كورو مو ووځئ نو له كمو پرته به يې چا داسې نه و كړي، خو كه هغه څه يې كړي واى چې نصيحت يې ورته كيږي نو خامخا به ورته غوره او ډېر محكم و په ډاډينه كې.
4:67 او بيا به مو له خپل لوري ستر اجر وركړی و.
4:68 او حتماً به مو نېغه لار ورته ښوولې وه.
4:69 او څوك چې د الله او رسول خبره مني نو دوى به له هغو سره وي چې الله پرې لورينه كړې له نبيانو، صديقانو، شهيدانو او نېكانو سره او دوى څومره ښه خلك دي په ملګرتيا كې.
4:70 دا لورينه د الله له خوا ده او ښه پوه الله كافى دى.
4:71 ای مومنانو! چمتو والى مو ونيسئ بيا نو يا ټولى ټولى ووځئ يا ټول په ګډه.
4:72 او بې شكه په تاسو كې ځينى خامخا لټي كوي نو بيا كه څه مصيبت در ورسيږي، وايي رښتيا چې الله پر ما فضل وكړ كله چې هغو سره حاضر نه وم.
4:73 خو كه د الله له لورې كوم فضل (يا ګټه) درورسيږي بيا نو لكه ستاسو او هغه ترمنځ چې هيڅ كومه دوستي نه وي، وايي ارمان زه هم ورسره واى چې ښه لوى برى مې ګټلى واى.
4:74 نو هغه خلك دې د الله په لار كې وجنګيږي چې دنيايي ژوند په آخرت پلوري، او څوك چې د الله په لاره كې جنګيږي بيا ووژل شي يا بريالي شي نو زر به لوى ثواب وركړو.