>

د رواد د ژباړې مرکز — 86

4:45 الله ستاسي په دښمنانو ښه پوه دی او ستاسي د مرستې او ملاتړ لپاره يوازې الله كافي دى.

4:46 ځينې له يهودو (د الله) كلام له خپلو ځايونو اړوي او وايي: اورېدلي مو دي خو منلي مو نه دي! او واوره نه اورول شويه، او د ژبو په تاوولو سره لفظ د (رَاعِنا) وايي، پر دين بد ويونكي دي، خو كه دوى ويلی واى (اورېدلي او منلي مو دي)، او واوره او پر موږ نظر كوه، نو دا به ورته غوره او ډېره سمه وه خو الله د كفر له امله دوى رټلي دي نو ځكه ايمان نه راوړي مګر ډېر لږ.

4:47 اې هغو چا ته چې كتاب وركړى شوى پر هغه څه ايمان راوړئ چې موږ نازل كړي او تاسو سره د موجود كتاب ریښتيا ګڼونكي دى، له هغه وړاندې چې (د ځينو خلكو) مخونه ور وېجاړ كړو او څټ ته يې واړوو يا يې داسې ورټو لكه د خالي ورځې خلك مو چې ورټل، او د الله امر (حتما) كېدونكى دى.

4:48 يقيناً الله شرك نه بخښي او له دې پرته (نور ګناهونه) چا ته چې وغواړي بخښي يې، او څوك چې الله سره شرك كوي نو بې شكه چې هغه لوى دروغ پورې كړل.

4:49 ايا هغو ته دې نه دې كتلي چې د خپلو ځانو پاكي ستايي، نه بلكې الله چې څوك وغواړي پاكوي يې او د يوه تار په اندازه به هم ظلم پرې ونه شي.

4:50 وګوره دوى په الله پورې څنګه دروغ تړي او همدا لويه ګناه (بالكل) بس ده.

4:51 ايا هغو ته دې نه دي كتلي چې له كتابه يو څه برخه وركړل شوې ده، خو دوى بيا هم په پوچو بې حقيقته انګيرنو او باطل معبود باوركوي او د كافرانو په اړه وايي چې دوى تر مومنانو ډېر په سمه لار دي.