د رواد د ژباړې مرکز — 78
4:7 نارينه و ته هغه متروكه (میراث) كې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو پريښې وي، او ښځو ته هم هغه متروكه كې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو پريښې وي، لږه وي او كه ډېره، دا برخه (د الله له لوري) ټاكل شوې ده.
4:8 او كله چې د ويش پر مهال خپلوان او يتيمان او بيوزلي راشي نو پدې مال كې هغو ته هم څه وركړئ او هغوی ته ښه وینا وكړئ.
4:9 او هغه كسان دې ووېريږي چې كه دوى هم تر شا بې وسې اولاد پريښی واى نو (څومره به) وېرېدل پرې، نو دوى دې هم له الله وډار شي او سمه سهي خبره دې كوي.
4:10 كوم خلك چې په ظلم سره د يتيمانو مالونه خوري په حقيقت كې هغوى خپلې خېټې له اوره ډكوي او هغوى به ارومرو د دوزخ تاوجن (ګرم) اور ته ورننوځي.
4:11 ستاسي د اولادونو په اړه الله تاسي ته کلکه سپارښتنه كوي چې د (یو) نارينه برخه د دوو ښځو برابر ده، كه (د مړي وارثان) له دوو څخه زياتې لوڼې وي نو هغو ته دې د تركې له درېيو نه دوه برخې وركړاى شي او كه یوازې يوه لور وارثه وي نو نيمايي تركه د هغې ده. كه د مړي اولادونه وي نو د هغه مور او پلار هر يوه ته دې د تركې شپږمه برخه وركړل شي او كه يې اولاد نه وي او وارثان همدا مور او پلار وي نو مور ته دې درېيمه برخه وركړل شي. او كه د مړي ورونه او خويندې هم وي نو مور به د شپږمې برخې حقداره وي (دا ټولې برخې به) هغه وخت بېلېږي چې كه مړي وصيت كړى وي هغه پوره كړاى شي او كه پور ورباندې وي چې هغه ادا كړاى شي، تاسي نه پوهېږئ چې ستاسي د مور پلار او ستاسي له اولاد څخه كوم يو د ګټې له پلوه درته ډېر نږدې دى دا برخې الله ټاكلي دي، او په يقيني توګه الله عالم او د حكمت څښتن دى.