>

د رواد د ژباړې مرکز — 76

3:195 نو د هغوی پالونکي هغوى ته ځواب وركړ چې بېشكه زه له تاسو نه د چا عمل كوونكي هيڅ كار نه ضايع كوم، نارينه وي كه ښځينه (ځكه) تاسى يو له بله (زېږېدلي) ياست، نو چا چې هجرت كړى او له خپلو كورونو اېستل شوي او زما په لار كې ځورېدلي، جنګيدلي او وژل شوي، نو خامخا به يې بدۍ ترې لرې كړم او داسې جنتونو ته به يې داخل كړم چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي (دا) د الله له لوري يوه بدله، او الله سره خو ډېره ښه بدله ده.

3:196 (ګوره) چې په ښارونو كې د كافرانو ګرځېدل راګرځيدل دې و نه غولوي.

3:197 دا د لږو (ورځو) ګټه اخيستل دي بيا يې ځاى جهنم دى او څومره بد هستوګنځى دى.

3:198 خو (بل خوا) هغو كسانو ته چې له خپله ربه وېرېرېدلي داسى جنتونه دي چې ترې لاندې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې، (دا) د الله له خوا يوه مېلمستيا، او الله سره چې څه دي هغه نېكانو ته ډېر غوره دي.

3:199 او له اهل كتابو نه خامخا ځينې هغه دي چې په الله ايمان راوړي او په هغه څه هم چې تاسو ته نازل شوي او څه چې هغوى ته نازل شوي، الله ته عاجزي كوونكي دي او د الله په ايتونو (دا) لږ غوندى بيه نه پيري، دې خلكو ته يې له خپل رب سره اجر دى، بېشكه چې الله ډېر زر حساب كوونكى دى.

3:200 اې مومنانو صبر كوئ، صابر اوسئ، ټينګ اوسئ (په اسلامي سرحد كې) او الله نه وډار شئ تر څو بريالي شئ.