>

د رواد د ژباړې مرکز — 75

3:187 او كله چې الله له هغو خلكو پوخ لوز واخيست چې كتاب وركړ شوى و، چې خامخا به يې نورو خلكو ته بيانوئ او پټوي به يې نه، خو هغوى شاته وغورځاو او كمه ناڅيزه بيه يې پرې واخيسته نو هغوى څومره بد شى پيري.

3:188 ګومان مه كوه، هغوى چې په خپلو كړو خوشاله دي او خوښوى چې په هغو كارو هم وستايل شي چې بيخي يې كړي نه دي نو هيڅكله يې له عذابه خلاصېدونكي مه ګڼه، او دوى لره خو دردناك عذاب دى.

3:189 د اسمانو او ځمكى واكمني الله لره ده او الله په هر شى برلاسى دى.

3:190 د اّسمانو او ځمكې په پيدايښت او د شپى ورځې په اوښتون كې حتماً عقلمندو ته ډېرې نښې (د عبرت) دي.

3:191 هماغه كسان چې په ولاړه، ناسته او اړخونو پراته الله يادوي او د اسمانو او ځمكې په پيدايښت كې سوچونه كوي چې اې زموږ ربه دا خو دې چټي نه دي پيدا كړي، تا لره (عبثياتو نه) پاكي ده نو د اور له عذابه مو وساتې.

3:192 زموږ ربه! تا چې څوك اور ته داخل كړ، نو هغه دې خوار كړ او ظالمانو لره څوك مرستندوى نشته.

3:193 زموږ ربه! موږ له يو بلونكي څخه د ايمان لور ته بلنه واورېده چې په خپل رب مو ايمان راوړئ، نو ايمان مو راوړو، زموږ ربه نو ګناهونه راته و بخښه او بدۍ مو ورژوه او له نيكانو سره مو وفات كړه.

3:194 زموږ ربه! او هغه څه هم راكړه چې د خپلو رسولانو په ژبه دې موږ سره وعده كړې او د قيامت په ورځ مو مه شرموه، يقيناً ته خپله وعده نه ماتوې.