>

د رواد د ژباړې مرکز — 74

3:181 الله د هغو خلكو خبره (ښه) اورېدلې چې ويل يې: الله فقير دى او موږ غنيان یو، زر به وليكو څه یې چې ويلي، او په نا حقه د نبيانو وژنه، او (بيا به) ورته وايو: وڅكئ! د سوځونكي اور عذاب.

3:182 دا په هغه (ګناه) چې خپلو لاسو مو وړاندې كړي وو او بېشكه الله په بندګانو ظلم كونكى نه دى.

3:183 هغوى چې وايي: بېشكه موږ ته خو الله داسې پيغام راكړى چې ترهغو به يو رسول نه منو څو چې يوه داسى قرباني رانه وړي چې اور يې خوري، ورته وايه تاسو ته خوله ما مخكې هم رسولان له څرګندو نښو سره او له هغه څه سره هم راغلي وو چې تاسو وويل نو هغوى مو ولې ووژل؟ كه تاسو رښتيني ياست.

3:184 نو كه ته يې دروغجن بللى يې (مه خپه كيږه) له تا مخكې رسولان هم دروغجن بلل شوي چې له ښكاره نښو، صحيفو او روښانه كتاب سره راغلي وو.

3:185 هر ساكښ د مرګ څكونكى دى او پوره پوره بدلې به مو يوازي د قيامت په ورځ ترلاسه كوئ، نو څوك چې له اوره خلاص او جنت ته ورننوېستل شو نو بريالى شو او د دنيا ژوند خو له څه غولونكي سامان سودا نه پرته بل څه نه دى.

3:186 خامخا به مو په مالونو او ځانوركى وازمايل شئ او حتماً به له هغو چې تاسورنه مخكې كتاب وركړى شوى او له هغورنه چې مشركان شوي، ډېر ضرر (بدې خبرې) واورئ او كه صبر او ځان ساتنه وكړئ نو (بس) همدا د مېړانې او همت كارونه دي.