د رواد د ژباړې مرکز — 73
3:174 نو د الله له نعمت او لورينې سره بېرته راوګرځېدل، هيڅ بد هم ور ونه رسېدل او د الله په رضا پسې هم تللي وو او الله خو د لوى فضل خاوند دى.
3:175 (بيا معلومه شوه) دا صرف شيطان و چې خپل ملګري به يې ډارول نو (ګورئ بيا) مه ترې ډارېږئ او ما نه وډار شئ كه تاسو ریښتيا مومنان ياست.
3:176 او (ګوره) هغوى دې هم ونه وېروي چې په كفر كې بیړه کوي، هغوى به الله ته هيڅ تاوان ونه رسوي، الله غواړي چې هغوى ته په اّخرت كې څه برخه ونه ټاكي او دوى لره ستر عذاب دى.
3:177 بېشكه هغوى چې كفر د ايمان په بيه وپيرلو، هيڅكله به الله ته كوم تاوان ونه رسوي او دوى لره دردناك عذاب دى.
3:178 او كافران دې هيڅكله ګومان نه كوي چې زموږ له خوا مهلت وركول به دوى ته غوره وي، موږ خو ايله د دې لپاره مهلت وركوو چې دوى ګناه زياته كړي او سپكونكى عذاب يې وي.
3:179 الله داسې نه دى چې مومنان به پرېږدي په همدې حال چې تاسو ياستئ، تر هغو چې پاك او ناپاك سره بېل نه كړي او الله داسې هم نه دى چې پرغيبو مو خبر كړي، خو الله له خپلو رسولانو چې څوك وغواړي غوره كوي، نو په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ، او كه ايمان راوړئ او ځان وساتئ نو تاسو لره به لوى اجر وي.
3:180 او چا ته چې الله له خپل فضل څخه څه وركړي او دوى بخيلى پرې كوي، هيڅكله دې ګومان نه كوي چې هغه به يې په خير وي، بلكى هغه ورته شر دى، زر ده چې د قيامت په ورځ به يې هغه څه د غاړې امېل شي چې بخيلي يې پرى كوله، او د اسمانو او ځمكې ميراث الله لره دى او الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.