د رواد د ژباړې مرکز — 72
3:166 او د دواړو ډلو د نښتې په ورځ چې څه درورسېدل، نو هغه د الله په حكم سره وو، تر څو مومنان معلوم كړي.
3:167 او هغه هم معلوم كړي چې منافقت يې وكړ، (هغوى چې) ورته وويل شو راځئ د الله په لار كې وجنګېږئ يا (لږ ترلږه) دفاع خو وكړئ، نو ويل يې: كه موږ په جګړه پوهېدلاى (چې نن كيږي) نو خامخا به درپسې شوي وو، دوى په هغه ورځ له ايمانه لا كفر ته ډېر نږدې وو، په خوله هغه څه وايي چې په زړونو كې يې نشته، او الله خو په هغه څه چې پټ يې ساتي ډېر ښه پوه دى.
3:168 هغوى چې (له جګړې) ناست وو او د خپلو وروڼو په هكله يې ويل: كه زموږ يې منلې واى نه به وژل كېدل! ورته وايه: ښه نو له خپلو ځانو مو مرګ ايساركړئ، كه ریښتيني ياست.
3:169 او هيڅكله هغه كسان مړه مه ګڼه چې د الله په لار كې وژل شوي، هغوى ژوندي او د خپل رب خوا كې روزي وركول كيږي.
3:170 الله چې له خپلې لورينې څه وركړي په هغو خوشاله دي او د هغو كسانو لپاره هم خوشالي كوي چې د دوى تر شا دي او لا يو ځاى شوي نه دي ورسره، ځكه چې په دوى به هيڅ ډار نه وي او نه به دوى خپه كيږي.
3:171 او د الله له لوري په نعمت او لورينه خوشالي كوي او دا چى الله د مومنانو اجر نه ضايع كوي.
3:172 هغوى چې د الله او د هغه د استازي بلنه يې له هغه وروسته هم ومنله چې ټپونه ور رسېدلي وو، له دوى نه چې هر چا ښېګړه او تقوى وكړه، لوى اجر يې دى.
3:173 (دا) هغوى (دي) چې خلكو ورته وويل: بېشكه (ډېر) خلك درته راټول شوي نو وډار شئ ترې، خو دې خبرى د هغوى ايمان لا زيات كړ او ويل به يې الله مو بس دى او هغه ښه كار جوړونكى دى.