د رواد د ژباړې مرکز — 71
3:158 او كه مړه يا ووژل شوئ نو خامخا به الله ته ورغونډېږئ.
3:159 نو د خپل رب په لورينه ورته نرم شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى واى نو دوى ټول به دى له چاپېره خواره شوي وو نو عفو ورته كوه، بخښنه ورته غواړه او په كارو كې مشوره ورسره كوه بيا چې پر څه دې اراده ټينګه شوه نو په الله توكل كوه، يقيناً الله توكل كوونكي خوښوي.
3:160 كه الله مو مرسته وكړي نو بيا پر تاسو څوك برلاسى نشته او كه مو پريږدي نو بيا هغه څوك دى چې له ده وروسته مو مرسته وكړى شي؟ او مومنان خو دې (تل) په الله توكل كوي.
3:161 او هيڅ نبي سره نه ښايي چې خيانت وكړي او څوك چې خيانت كوي نو د قيامت په ورځ به له خپل خيانت سره راځي بيا نو هر چا چې څه ګټلي وي پوره وركول كيږي او دوى سره هيڅ ظلم نه كيږى.
3:162 ښه نو څوك چې (تل) د الله په رضا پسې وي د هغه چا په شان كېداى شي چې د الله په غضب اخته شوى او وروستى ځاى يې جهنم وي؟ او ډېر بد هستوګنځى دى.
3:163 دوى له الله سره په درجو درجو (توپير) كې دي او الله د هغه څه ليدونكى دى چې دوى يې كوي.
3:164 پرمومنانو د الله احسان شوى چې په دوى كې يې خپله دوى نه يو داسې رسول راولېږلو چې د هغه ( الله) اّيتونه پرې لولي، پاكوي يې (له بديو) او كتاب او پوهه ورښايي، شك نشته چې دوى پخوا څرګنده بې لارۍ كې وو.
3:165 آيا نو كله چې يو مصيبت در ورسېد چې د هغه دوه برابره مو (دښمن ته هم) ور رسولى دى نو ويل مو: دا له كومه؟ ورته وايه دا مو له خپلو ځانو، يقيناً الله خو په هرڅه برلاسی دى.