د رواد د ژباړې مرکز — 70
3:154 بيا يې له دې غمه وروسته يو ډاډ درباندې راوست چې د پركالۍ په بڼه مو پر يوه ډله خپرېده او يوه بله ډله نو د خپل ځان غم اخيستې وه چې پر الله يې هم ناروا ګومانونه كول، هماغه د جاهليت ګومان، دوى وايي ايا د دې كار څه واك موږ لره شته؟ ورته وايه رښتيا چې كار خو ټول الله لره دى خو دوى په سينو كې څه (خبرې) پټې ساتي هغه چې تا ته يې نه څرګندوي، وايي كه په دې كار كې زموږ څه (واك) واى نو دلته به نه وژل كېدو، ورته وايه كه تاسو په خپلو كورو كى هم واى نو چا ته چې وژل ټاكل شوي و د خپلې مړينې ځاى ته به راوتلي واى، او (دا پېښه) د دې لپاره چې الله وازمايي څه مو چې سينو كې دي او هغه (خبرې) راښكاره كړې چې مو په زړوكې دي او الله د سينو په شته وو ښه خبر دى.
3:155 يقيناً ستاسو هغه خلك چې د دواړو ډلو د نښتې په ورځ په شا وګرځېدل، بل څه نه و، شيطان دوى لره د ځينو عملونو په وجه وښويول او الله خو عفو ورته وكړه بېشكه الله زغمونكى بخښونكى دى.
3:156 اې مومنانو د هغو په شان مه كيږئ چې كافر شوي او د خپلو ورونو په هكله چې په ځمكه كې به په سفر وتلي وو او يا به غزا كونكي وو نو ويل به يې: كه چېرې دوى موږ سره واى نه به مړه شوي وای او نه به وژل شوي وای، تر څو الله دا خبره د دوى په زړونو كې د يو افسوس په ډول واچوي حال دا چې الله ژوندي كول او مړه كول كوي او الله په هغو كارو چې تاسو يې كوئ ډېر ښه ليدونكى دى.
3:157 خو كه د الله په لار كې ووژل شوئ يا مړه شوئ نو د الله له لوري بخښنه او لورينه له هغه څه چې دا نور يې غونډوي ډېره غوره ده.