>

د رواد د ژباړې مرکز — 69

3:149 اې مومنانو كه د كافرانو اطاعت وكړئ نو بېرته به مو په پوندو وګرځوي نو بيا به زيانمن وګرځئ.

3:150 بلکه الله تعالی ستاسو مولا (مرستندوی) دی، او هغه غوره مرستندوی دی.

3:151 زر به د كافرانو په زړونوكې وېره واچوو، په دې چې الله سره يې هغه څه شريك كړل چې كوم دليل يې پرې نه دى نازل كړى او هستوګنځى به يې اور وي، او د ظالمانو ډېر بد ځاى دى.

3:152 او بېشكه الله خپله وعده درسره رښتينې كړه كله مو چې هغوى د الله په اذن وژل او ځپل، تر هغه چې بې زړه شوئ او په (خپل) كار كې مو سره شخړه شوه او سرغړاوى مو وكړ، له هغه وروسته چې تاسو ته يې د خوښۍ شيان دروښودل، په تاسو كې خو هم چا دنيا غوښته او چا اّخرت، بيا يې نو ترې راوګرځولئ چې ومو ازمويي او يقيناً ستاسو له ګناه تېر شو او الله خو پر مومنانو د لورينې څښتن دى.

3:153 كله چې په بره مو منډې وهلې او هيچاته مو بېرته نه راكتل او رسول له څټه رابللئ نو د غم د پاسه غم سزا يي دركړه تر څو په هغه څه خپه نه شئ چې له لاسه مو وتلي او نه په هغه چې در رسېدلي، او الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.