د رواد د ژباړې مرکز — 67
3:133 او دخپل رب د بخښنې او هغه جنت په لوري بيړه وكړئ چې پلنوالى يې (لكه) اسمانونه او ځمكه ده، متقيانو ته چمتو شوى.
3:134 هغوى چې په پراخۍ او تنګستیا كې لګښت كوي او غوسه زغمونكي او له (بدۍ د) خلكو تېرېدونكي او الله (داسې) نېكان خوښوي.
3:135 او هغوى چې كله څه لويه ګناه او يا پرځانو ظلم وكړي نو الله ياد كړي او د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي او الله نه پرته څوك دي چې ګناه بخښلى شي او په خپلو كړيو (ګناهونو) ټينګارهم نه كوي كله چې ښه پوهيږي.
3:136 د دې خلكو بدله د خپل رب له لوري بخښنه ده او داسې باغونه چې ويالې ترې لاندې بهيږي، تلپاتې به وي په هغه كې، او د (ښه) عمل كونكو اجر څومره ښه دى.
3:137 له تاسي نه مخكې ډېرې دورې تېرې شوي دي، په ځمكه كښې وګرځئ نو وګورئ چې هغه خلك له څه عاقبت سره مخامخ شول چې هغو ( د الله حكمونو او لارښودنو ته ) د دروغو نسبتونه وكړل.
3:138 دا د خلكو لپاره بيان او متقيانو ته هدايت او نصيحت دى.
3:139 نو مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسي برلاسي ياست كه مؤمنان اوسئ.
3:140 كه تاسو ته څه ټپ در ورسېږي نو دښمن قوم ته خو هم دغه شان ټپونه رسېدلي دي او دا ورځې دي چې د خلكو ترمنځ یې اړوو را اړوو، تر څو الله هغه معلوم كړي چې ايمان يې راوړى او له تاسې نه ځينى شهيدان واخلي او الله (داسې) ظالمان نه خوښوي.