د رواد د ژباړې مرکز — 64
3:109 او خاص الله تعالی لره دي څه چې په آسمانو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي او ټولې چارې هم الله ته ورګرځول كېږي.
3:110 تاسي هغه غوره ډله ياست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره راویستل شوېده تاسي د نيكۍ امر كوئ او له بديو منعه، او پر الله ايمان لرئ كه دغو كتابيانو ايمان راوړى واى؛ نو دهمدوى لپاره ښه وه، په هغو كې ځينې مومنان هم شته؛ خو د دوى زياتره سرغړوونكي دي.
3:111 له ځورولو پرته بل هېڅ تاوان نه شي در رسولای، او که درسره وجنګېدل نو شا به در واړوي بیا به یې مرسته ونشي.
3:112 خواري پرې تپل شوې ده، هر چېرې چې وموندل شي مګر د الله په كومې رسۍ (كه منګولې ولګوي) او د خلكو په كومې رسۍ (او له خوارۍ خلاص شى)، او په الهى غضب اخته شول او (اړتيا) پرې وتپل شوه، دا ځكه چې دوى به د الله پر ايتونو كافر كېدل او په ناحقه به يې نبيان وژل، دا د دې لپاره چې سرغړونه يې وكړه او تېرى يې كولو.
3:113 ټول سره برابر نه دي، له اهل کتابو یوه ډله (په حق) ولاړه ده، چې د شپې په شېبو کې د الله آيتونه لولي او دوی سجدې کوي.
3:114 پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لري، پر نيكيو امر كوي او له بدېو منع كوي او په ښو چارو كې بیړه کوي، او دوى له صالحانو څخه دي.
3:115 او دوى چې څه نيكي کوي د هغې به نا شکري ونشي (ضایع به نشي)، او الله په متقیانو ښه پوه دی.