د رواد د ژباړې مرکز — 63
3:101 او تاسو به څنګه کافران کېږئ حال دا چې د الله آیتونه درباندې لوستل کېږي او رسول یې هم په تاسو کې دی، او څوک چې په الله منګولې ټينګې کړي نو بېشکه نیغې لارې ته یې ښوونه وشوه.
3:102 ای مومنانو! الله نه ووېرېږئ څرنګه وېرېدل چې ښایي، او مه مرئ مګر دا چې تاسو مسلمانان وئ.
3:103 او تاسو ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ اوګوندي مه كوئ او د الله هغه نعمت درياد كړئ چې كله په خپلو كې دښمنان وئ بيا يې ستاسو د زړونو ترمنځ مينه واچوله نو د ده په نعمت (لورينه) سره ورونه ورونه شوئ، او تاسو د اور د يو ګړنګ پرغاړه وئ نو ترې ويې ژغورلئ، په همدې ډول الله تاسو ته خپل اّيتونه بيانوي ترڅو په سمه لار (ټينګ) شئ.
3:104 او باید له تاسي یوه ډله داسې وي چې خلک خیر ته رابلي، او پر نېکۍ امر کوي او له بدۍ منعه کوئ او همدا کسان کامیاب دي.
3:105 او د هغو په شان مه کیږئ چې بېل شول او اختلاف یې وکړ وروسته له هغې چې څرګندې نښې ورته راغلې، او دوی لپاره ستر (لوی) عذاب دی.
3:106 په هغه ورځ چې سپین به شي (ځینې) مخونه (د مؤمنانو) او تور به شي (ځینې) مخونه (د کافرانو). پس هغه کسان چې تور شوي دي مخونه د دوی (نو وبه ویل شي دوی ته) آیا له ایمان راوړلو وروسته کافران شوي یاست؟ نو وڅکئ عذاب په سبب د دې چې تاسي کافر کیدئ.
3:107 او هر چې هغوی دي چې مخونه به یې سپین شي، نو د الله په رحمت کې به وي، دوی به تل (همیشه) په کې وي.
3:108 دا د الله آیتونه دي چې په حقه یې درباندې لولو، او الله پر نړیوالو د ظلم اراده نه لري.