>

د رواد د ژباړې مرکز — 604

112:1 ووايه هغه الله يو دی.

112:2 الله بې پروا دی.

112:3 نه يې څوک زيږولي اونه په خپله زېږېدلی.

112:4 او نه هيڅوک هغه لره سيال شته.

113:1 ووايه د سباوون پر رب پناه غواړم.

113:2 د هغه څه له شره چې پيداکړي يې دي.

113:3 او د تروږمۍ له شره چې کله را خپره شي.

113:4 او په غوټو کې د پو کوونکو له شره.

113:5 او د کينه کښ له شره کله چې هغه کينه کوي.

114:1 ووايه د (ټولو) خلکو پر پالونکي پناه غواړم.

114:2 چې د خلکو پاچا دی.

114:3 په حقه د عبادت لایق دی.

114:4 د بيا بيا تلونکي راتلونکي وسوسه اچوونکي له شره.

114:5 هغه چې د خلکو په زړونو کې وسوسې اچوي.

114:6 هم له پېريانو او هم له انسانانو.