>

د رواد د ژباړې مرکز — 587

82:1 کله چې آسمان وچوي.

82:2 او کله چې ستوري خواره واره شي.

82:3 او کله چې دريابونه وبهولی شي.

82:4 او کله چې قبرونه څېرې کړل شي.

82:5 بيا به هر څوک پر هغه څه پوه شي چې مخکې يې لېږلي او وروسته يې پرېښې دي.

82:6 اې انسانه! ته د خپل عزتمن پالونکي پر وړاندې څه شي په دوکه کې اچولی يې؟

82:7 داسې ذات دی چې پیدا کړی یې ته، نو نیغ قد والا یې کړې.

82:8 په هره بڼه يې چې غوښتل سره ويې نېښلولې.

82:9 هيڅکله نه بلکې تاسي سزا (د قیامت) دروغ ګڼئ.

82:10 حال داچې پر تاسو ساتونکې پرېښتې ټاکل شوې دي.

82:11 عزتمنې ليکونکې دي.

82:12 ستاسو پر کړو وړو پوهيږي.

82:13 پرته له شکه نېکان به په نعمتونو کې وي.

82:14 او بدان به هرومرو په دوزخ کې وي.

82:15 د بدلې په ورځ به ور ننوځي.

82:16 او له هغې به پټېدونکي نه وي.

82:17 او ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده.

82:18 بيا ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده.

82:19 هغه ورځ ده چې هيڅوک به د بل چا لپاره څه نه شي کولای او په هغه ورځ به امر يوازې الله لره وي.

83:1 د ډنډه وهونکو (تول او پیمانه کمونکو) لپاره تباهي ده.

83:2 هغه کسان کله چې (ځانونو ته) پر خلکو پېمانه کوي پوره يې اخلي.

83:3 او کله چې هغوی ته پېمانه يا تول ورکوي بيا يې کموي.

83:4 ايا دوی باور نه کوي چې بېرته به را پاڅول کيږي.