د رواد د ژباړې مرکز — 586
80:41 توروالى به پرې خپور وي.
80:42 همدغه خلك كافران – فاجران دي.
81:1 كله چې لمر ونغښتل شي.
81:2 او کله چې ستوري خړ واوړي.
81:3 او كله چې غرونه روان كړل شي.
81:4 او كله چې لس مياشتینۍ (بلاربې اوښې) خوشې كړل شي.
81:5 او كله چې (وحشي) ځناور سره غونډ كړل شي.
81:6 او كله چې سمندرونه لمبې وكړي.
81:7 او كله چې ساوې (روحونه) جوړه كړاى شي (جسدونو سره).
81:8 او كله چې ژوندۍ خښه شوې جينۍ وپوښتل شي.
81:9 چې په كومه ګناه وژل شوې ده؟
81:10 او كله چې عملنامې پرانيستل شي.
81:11 او كله چې د آسمان پوستكى واړول شي.
81:12 او كله چې د دوزخ لمبې بلې كړى شي.
81:13 او كله چې جنت را نېږدې كړى شي.
81:14 بيا به هركس ته معلومه شي چې څه يې راوړي.
81:15 نو نه، زه پر بېرته پټېدونکو ستورو لوړه كوم.
81:16 پر ګرځېدونكو - پټېدونكو باندې.
81:17 او پر شپه چې كله ولاړه شي.
81:18 او قسم دی پر سهار کله چې سا واخلي.
81:19 چې بېشكه دا د يو عزتمن رسول وينا ده.
81:20 چې زورور (او) د عرش څښتن پر وړاندې مرتبې والا دى.
81:21 هلته ( په پرېښتو كې) د ده خبره منل كيږي - امانتداره دی.
81:22 او ستاسې (دا) ملګرى هم لېونى نه دى.
81:23 او ده هغه په يوه روښانه څنډه كې ليدلى دى.
81:24 او نه هغه (محمد صلی الله عليه وسلم) پر غيبو (رسولو) بخيل دى.
81:25 او نه دا د رټلي شيطان خبره ده.
81:26 نو بيا چېرته ځئ؟
81:27 هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له نصيحته بل څه نه دى.
81:28 له تاسې څخه د هغه چا لپاره چې غواړي په لاره سم شي.
81:29 او ستاسې په غوښتو څه كېداى شي پرته له دې چې رب العالمين څه وغواړي.