د رواد د ژباړې مرکز — 573
72:14 او دا چې له موږ ځينى مسلمانان دي او ځينى مو ظالمان، نو چا چې اسلام راوړ، هغوى سمه لار وموندله.
72:15 او كوم چې بې انصافه دي، هغوى به د جهنم خس خشاك وي.
72:16 او دا چې (الله ويلي) كه هغوى پر سمه لار برابر شوي واى نو موږ به پر ډېرو اوبو خړوبه كړي وو.
72:17 چې هغوى پكې وازمويو، او څوك چې د خپل رب له ذكره مخ اړوي، هغه به يې سخت عذاب ته ورننباسي.
72:18 او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو (هلته) له الله سره هيڅوك مه رابولئ.
72:19 او دا چې كله د الله بنده (محمد صلی الله عليه وسلم) د هغه بللو ته پاڅېد، نېږدې و چې هغوى (پېريان) سر په سر هغه باندې ورولويږي.
72:20 ورته ووايه: زه خو یوازې خپل پالونکی رابولم او بل هيڅوك نه ورسره شريكوم.
72:21 ورته ووايه: زه تاسي ته نه د تاوان رسولو واك لرم او نه د خير ښېګڼې.
72:22 ورته ووايه: ما له الله څخه هيڅوك نشي خلاصولى او نه به هيڅكله پرته له هغه بل د پناه ځاى ومومم.
72:23 مګر د الله له لوري تبليغ او پيغام رسول (زما كار دى) او څوك چې الله او د هغه له رسوله سرغړوي نو په رېښتيا د هغه لپاره د جهنم اور دى، تل تر تله به هلته پكې اوسېدونكي وي.
72:24 تر څو هغه څه وويني چې ژمنه يې ورسره كيږي، بيا به پوه شي چې د چا ملاتړى كمزورى او د شمېر له پلوه ډېر كم دى.
72:25 ورته ووايه: زه نه پوهېږم، څه چې تاسې سره يې ژمنه كيږي هغه به نېږدې وي، كه زما پالونکی هغه ته څه ډېره زمانه ټاكي.
72:26 هغه پر پټو پوه دى نو په خپلو پټو هيڅوك نه خبروي.
72:27 پرته له هغه استازي څخه چې هغه يې (د پټو د څه پوهې لپاره) غوره كړى وي، نو د هغه وړاندې وروسته هم ساتونكي څوكيداران روانوي.
72:28 تر څو معلومه كړي چې د هغه پيغامونه يې (سم) رسولي دي او الله د هغوى پر هر څه چاپېر دى او هر څه يې په شمېر شمېرلي ساتلي دي.