>

د رواد د ژباړې مرکز — 57

3:53 ای زموږ ربه! په هغه څه مو ایمان راوړی چې تا نازل کړي او د دې رسول پېروي مو کړې نو موږ له شاهدانو سره ولیکه.

3:54 هغوی پټ تدبیر وکړ، الله هم تدبیر وکړ، او الله ښه تدبیر نیونکی دی.

3:55 كله چې الله وفرمايل: اى عيسى بېشكه زه دې وفات كونكى (يا اخيستونكى) او خپل لور ته پورته کونكى يم، او له كافرانو ستا پاكونكى، او تر قيامته پر كافرانو ستا د تابعدارانو اوچتونكى يم، بيا مو زما خواته راتله دي نو ستاسو ترمنځ به هغه څه فيصله كړم چې اختلاف كوئ پكې.

3:56 پس څوک چې کافر شوي هغوی ته به په دنيا او اخرت کې سخت عذاب وركړم او دوی لره به مرستندوى نه وي.

3:57 او چا چې ایمان راوړی او ښه کارونه یې کړي، نو پوره بدلې به ورکړي، او الله ظالمان نه خوښوي.

3:58 دا چې پر تا یې لولو د آیتونو، پند او حکمت څخه دي.

3:59 بېشكه د الله پر وړاندې د عیسی مثال اّدم ته ورته دى چې له خاورې يې پيدا كړ بيا یې ورته وويل (بشر) شه نو (بشر) شو.

3:60 دا حق ستا د رب له لوري دى نو له شكمنو مه كيږه.

3:61 نو څوك چې په دې كى ناندرۍ درسره وهي، وروسته له هغه علمه چې درته راغلى نو ورته وايه راځئ چې راوغواړو زموږ زامن او ستاسو زامن او زموږ ښځې او ستاسو ښځې او موږ په خپله او تاسو په خپله بيا زاري او عاجزي وكړو او په دروغجنو د الله لعنت ووايو.