>

د رواد د ژباړې مرکز — 563

67:13 تاسې كه پټې خبرې كوئ يايې ښكاره کوئ، هغه آن د زړونو په رازونو خبر دى.

67:14 آيا هغه (به) نه پوهيږي چې (هر څه يې) پيدا كړي دي؟ حال دا چې هغه په باريكيو پوه او ښه خبردار دى.

67:15 همغه ذات دى چې تاسې ته يې ځمكه اېل كړې، تاسې يې په څنډو (يا لارو) كې ګرځئ او د هغه روزي خورئ او همغه ته مو بيا ژوندي راپورته كېدل دي.

67:16 آيا له هغه ذاته بې غمه ياست چې په آسمان كې دى، چې په ځمكه مو ښخ كړي او يو دم هغه (ځمكه) سره خوځيږي.

67:17 آيا په امن یاست (نه ویریږئ) له هغه ذات نه چې په آسمان كې دى چې را وبه لیږي پر تاسې كاڼي، نو پوه به شئ چې څنګه دي ویرول زما.

67:18 او له هغوى مخكې چې كوم خلك وو، هغوى هم (رسولان) درواغجن ګڼلي و، نو بيا زما عذاب (يا نيول) څنګه و؟

67:19 آيا هغوى خپل له پاسه مرغان وزرونه غوړوونكي او راټولوونكي نه دي كتلي؟ له رحمانه پرته يې بل څوك (په هوا كې) نه نيسي، بېشكه همغه د هر څه ښه ليدونكى دى.

67:20 يا دا څوك دى چې هغه تاسي لپاره لښكر وي او د رحمان پر وړاندې مو مرسته وكړي؟ كافران يوازې په دوکه کې دي.

67:21 يا دا څوك دى چې تاسي ته روزي دركړي كه چېرې هغه (الله) خپله روزي بنده كړي؟ په اصل كې هغوى په سرغړاوي او کرکه كې خښ ننوتي دي.

67:22 آيا څوك چې پړمخې روان وي ښه لارموندونكى دى يا څوک چې سم برابر په نېغه لاره ځي.

67:23 ته ووايه هغه داسې ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست او تاسو لره یې غوږونه او سترګې او زړونه جوړ کړي دي، ډېر لږ شکر وباسئ.

67:24 ورته ووايه: همغه (الله) دى چې تاسي يې پر ځمكه كې خپاره كړئ او د همغه لور ته به ورغونډ كړى شئ.

67:25 او هغوى وايي: دا ژمنه به كله وي؟ كه تاسي رېښتيني ياست.

67:26 ووايه: دا علم خو يوازې له الله سره دى او زه خو ايله يو څرګند وېروونكى يم.