>

د رواد د ژباړې مرکز — 562

67:1 ډېر لوی او لوړ دى هغه ذات چې د هغه په لاس کې پاچاهي ده او هغه پر هر شي واکمن دى.

67:2 هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پېدا كړ څو تاسي وازمايي چې له تاسې څخه كوم يو د ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور او بخښونكى دی.

67:3 هغه چې لاندې باندې يې اوه آسمانونه پيدا كړي، ته به د رحمان (الله) په پيدايښت كې هيڅ ګډوډي (بې نظمي) ونه مومې. بيا وګوره، آيا څه نيمګړتيا وينې؟

67:4 بيا بيا سترګې واړوه ستا نظر به ستومانه نامراده بېرته درستون شي.

67:5 او بېشكه موږ نېږدې آسمان په چراغونو ښکلی كړى او هغه مو د شيطانانو لپاره ويشتونكي ګرځولي او هغوى (کافرانو) ته مو د بل اور عذاب چمتو كړى.

67:6 او هغو کسانو لره چې پر خپل پالونکي يې کفر کړی د دوزخ سزا ده او هغه د ورتـګ ډېر بد ځاى دى.

67:7 كله چې دوى پكې وغورځول شي نو غړمبېدل به يې واوري او هغه به خوټيږي.

67:8 نږدې به وي چې له (ډېرې) غوسې وچوي، هر كله چې كومه ډله پكې وغورځول شي نو څوكيداران به يې وپوښتي چې آيا كوم وېروونكى نه و درغلى؟

67:9 هغوى به وايي: ولې نه، موږ ته وېروونكى راغلى و خو هغه مو درواغجن وګڼلو او ومو ويل چې الله هيڅ شى نه دي رانازل كړي، تاسې له لويې لار ورکۍ پرته بل څه كې نه ياست.

67:10 او وايي به: كه موږ اورېدلاى يا پوهېدلاى، (اوس به) په دوزخيانو كې نه وو.

67:11 نو (همداسې) هغوى پر خپله ګناه اقرار وكړ، نو تباهي ده دوزخیانو لره.

67:12 په رېښتيا كوم كسان چې پر پټو له خپل پالونکي وېريږي، هغوى لره بخښنه او ستره بدله ده.