>

د رواد د ژباړې مرکز — 554

62:9 اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی كله چې د جمعې ورځې د لمانځه اذان وشي نو د الله يادولو ته ورمنډه كړئ او راکړه ورکړه پرېږدئ، دا درته غوره ده كه تاسو پوهېږئ.

62:10 نو كله چې لمونځ وشو په ځمكه كې خپاره شئ او د الله له فضل (روزۍ) څه ولټوئ او الله ډېر يادوئ، ښايي بریا ومومئ.

62:11 او كله چې هغوى څه سوداګري يا ساعت تېري وويني نو هغه لور ته خواره واره شي او تا ولاړ پرېږدي، ووايه: څه چې الله سره دي هغه له ساعت تيرۍ او سوداګرۍ څخه غوره دي او الله تر ټولو ښه روزي وركوونكى دى.

63:1 كله چې منافقان درته راشي، وايي موږ شاهدي وايو چې ته هرومرو د الله رسول يې او الله (ښه) پوهيږي چې ته يې رسول يې، خو الله شاهدي وايي چې منافقان هرومرو درواغجن دي.

63:2 هغوى خپل قسمونه ډال جوړ كړي نو د الله له لارې ايسارول كوي، هغه كار (ډېر) بد دى چې هغوى يې كوي.

63:3 دا ځکه چې هغوى ايمان راوړو بيا (بېرته) كافران شول، نو پر زړونو يې مهر ووهل شو نو اوس هغوى نه پوهېږي.

63:4 او هر كله چې ته ووینې دوی لره، بدنونه يې ډېر ښه درته ښكاري او كه څه وايي، خبرې ته يې غوږ نيسي، هغوى لكه (دېوال ته) درول شوي لرګي (داسې دي) هره چيغه د ځان پرخلاف ګڼي، همدوى (اصلي) دښمنان دي نو ځان ترې ساته، الله دې هغوى تباه كړي، كوم خوا ګرځول كيږي.