>

د رواد د ژباړې مرکز — 545

58:22 داسې يو قوم به ونه مومې چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري، (او بيا) له هغه چا سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول دښمني يې كړې وي، كه څه هم پلرونه، زامن، وروڼه يا خپله كورنۍ يې وي. د هغوى زړونو كې الله ايمان اچولى او په خپل روح سره يې د هغوى ملاتړ كړى. او هغوى به داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې به يې ويالې بهیږي، تلپاتې په هغو كې. له هغوى څخه الله راضي دى او هغوى له هغه راضي دي. دا خلك د الله ډله ده، خبر اوسئ چې د الله ډله په رېښتیا بريالۍ كېدونكې ده.

59:1 څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، (ټول) د الله تسبيح وايي او همغه (الله) برلاسى حكمت والا دى.

59:2 خاص هغه داسې ذات دی د اهل كتابو (يهودو) كافران يې له خپلو كورونو د لومړنۍ راټولېدنې (جلا وطني) پر وخت بهر واېستل، تاسو (هم) ګومان نه كولو چې هغوى به ووځي او هغوى (خو) ګومان درلود چې پخې كلا ګانې به يې د الله (له عذاب) څخه وساتي، خو بيا د الله عذاب له يو داسې لورې ورباندې راغی چې هغوى يې اټكل نه و كړى او په زړونو كې يې (سخت) ډار ور واچولو. خپل كورونه يې په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو عبرت واخلئ اې د پوهې خاوندانو.

59:3 او كه الله پر هغوى جلا وطني ليكلې نه واى نو هرومرو به يې په دنيا كې (څه بل) عذاب وركړى و او په آخرت كې خو د هغو لپاره د اور عذاب دى.