د رواد د ژباړې مرکز — 539
57:12 په هغه ورځ (قيامت) به مومنان او مومنانې وينې چې رڼايي به يې په مخكې او ښي لوري ته ځغلي، نن تاسي ته د داسې جنتونو زېرى دى چې تر هغو لاندې ويالې بهيږي هلته به تل اوسېدونكي ياست، دا لوى برى دى.
57:13 هغه ورځ چې منافقان او منافقانې به مومنانو ته وايي: موږ ته هم (لږ) انتظار وكړئ چې ستاسو له نور څخه څه رڼا واخلو، وبه ويل شي: بېرته وګرځئ او (ځان ته) رڼا ولټوئ! بيا به يې ترمنځ يو دېوال جوړ شي چې دروازه به لري، د ننه به پكې رحمت وي او د بهر خواته يې عذاب.
57:14 نارې به ورته وهي چې آيا موږ له تاسي سره نه وو؟ وايي به ولې نه، خو تاسي ځانونه په فتنه كې اچولي وو، انتظار مو كولو، په شک كې وئ او خپلو (غلطو) هيلو دوكه كړي واست، تر دې چې د الله حكم راغى او غولوونكي شيطان د الله په هكله وغولولئ.
57:15 نو نن به نه له تاسي (منافقانو) څه فديه (بدله) اخيستل كيږي او نه له كافرانو، استوګنځى به مو اور وي، همغه به مو ملګرى وي، او هغه د ورتلو بد ځاى دى.
57:16 آيا هغو کسانو لره چې ايمان يې راوړی هغه وخت نه دى راغلى چې زړونه يې د الله ياد ته نرم شي (ووېريږي) او هغه حق ته چې را نازل شوى، او د هغو كسانو په شان دې نه كيږي چې له دې مخكې كتاب وركړل شوى و نو چې اوږده زمانه پرې تېره شوه؛ نو زړونه يې كلک شول او له هغوى زياتره بې لارې وو.
57:17 پوه شئ چې په رېښتيا الله ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ (وچېدو) وروسته، دا دى موږ تاسي ته (خپل) آيتونه څرګند بيان كړل تر څو عقل وكاروئ.
57:18 بېشكه خيرات وركوونكي (سړی) او خيرات وركوونكې (ښځې) او هغوى چې الله سره يې غوره قرض كړى، هغوى ته به (دا) زياتيږي او د هغوى لپاره به غوره اجر وي.