د رواد د ژباړې مرکز — 528
53:45 او دا چې همغه دوې جوړې پيدا كړې دي نارينه او ښځينه.
53:46 له يو څاڅكې (مني) چې وڅڅول شي.
53:47 او دا چې بل وار پيدا كول هم پر هغه دي.
53:48 او دا چې بېشكه همغه شتمن كوي او پانګه وركوي.
53:49 او دا چې په رېښتيا هغه د شِعرا (ستوري) رب دى.
53:50 او دا چې همغه لومړني عاديان هلاك كړي دي.
53:51 او ثموديان چې (څوک يې ترې) پرېنښودل.
53:52 او له دې مخکې د نوح قوم. بېشكه چې همدوى ډېر ظالمان او سركښان وو.
53:53 او نسكور شوي كلي (همده) لاندې وغورځول.
53:54 بيا يې پټ كړل په هغه څه چې پټ يې كړل.
53:55 نو د خپل رب پر كوم كوم نعمت شک كوې؟
53:56 دا (نبى عليه السلام) يو وېرونكى دى له مخکېنيو وېروونكو څخه.
53:57 راتلونكى (قيامت) رانېږدې شو.
53:58 له الله پرته بل څوک د هغه (د وخت) راښكاروونكى نشته.
53:59 آيا نو تاسي له دې خبرې تعجب كوئ؟
53:60 او خاندئ خو ژاړئ نه؟
53:61 او تاسي چټي لوبې كوئ.
53:62 نو الله ته سجده وكړئ او عبادت وكړئ.
54:1 قيامت رانېږدې شو او سپوږمۍ وچاوده.
54:2 او هغوى چې كومه نښانه وويني، مخ ترې واړوي، وايي دا خو له پخوا نه راروانې كوډې دي.
54:3 او درواغ يې ګڼي او خپلو هوسونو پسې ځي او هر كار (په خپل وخت) په ځاى كېدونكى دى.
54:4 او بېشكه هغوى ته له (پخوانيو) خبرونو هغه څه راغلي چې په هغو كې نصيحت (يا له كفره ايسارېدل) و.
54:5 د پوره هوښيارۍ خبرې، خو دې وېروونكو هم څه ګټه ونه كړه.
54:6 نو مخ ترې واړوه، هغه ورځ چې يو بلونكى د ډېر ناخوښه شي لور ته بلنه كوي.