>

د رواد د ژباړې مرکز — 520

50:36 موږ له دوى نه مخکې ډير داسې قومونه هلاک كړي دي چې له دوى نه ډير زيات زورور وو او ډېر هيوادونه يې لټولي وو، آیا هغوى كوم پناه ځاى وموندلى شو؟

50:37 بېشکه په دې كې د هغه چا لپاره عبرت دى چې (روغ) زړه لري يا غوږ نيسي او دى (ښه) حاضر (متوجه) وي.

50:38 او بېشكه موږ آسمانونه، ځمكه او څه يې چې ترمنځ دي په شپږو ورځو كې پيدا كړل او څه ستوماني را ونه رسېده.

50:39 نو هغوى چې څه وايي پر هغه صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه، له لمر ختو مخكې او له لمر لوېدو نه مخكې.

50:40 او د شپې (څه وختونه) يې هم تسبيح وايه او له سجدو (لمنځونو) وروسته هم.

50:41 او غوږ ونيسه هغه ورځ چې يو آواز كوونكى له كوم نېږدې ځايه نارې وكړي.

50:42 كومه ورځ چې هغوى په رېښتيا سره هغه چيغه واوري، همغه د وتلو ورځ ده.

50:43 په رېښتيا موږ ژوندي كوو او مړه كوو او زموږ خواته راستنېدل دي.

50:44 هغه ورځ چې ځمكه ترې وچوي منډې به وهي دا راغونډول پر موږ آسانه دي.

50:45 موږ په هغو خبرو ډېر ښه پوه يو چې هغوى يې وايي او ته ورباندې جبر كوونكى نه يې، نو هغه چا ته په قرآن سره نصيحت كوه چې زما د عذاب له ژمنو ډاريږي.

51:1 قسم دى په الوزوونكو (بادونو) په الوتلو سره.

51:2 بيا په بار اوچتوونكو (وريځو).

51:3 بيا په نرمۍ سره چلېدونكو (بېړيو) باندې.

51:4 بيا تقسیمونکي کارونو لره.

51:5 یقینا هغه څه چې تاسو سره یې وعده کیدی شي، رښتیا دي.

51:6 او بېشكه چې (د عمل) سزا پېښېدونكې ده.