د رواد د ژباړې مرکز — 494
43:61 او بېشكه هغه (عيسى) د قيامت لپاره يوه نښه ده، نو شک پكې مه كوئ او زما پيروي وكړئ، همدا سيده لاره ده.
43:62 او شيطان مو له حقه وانه ړوي، په رېښتيا هغه ستاسو څرګند غليم دی.
43:63 او كله چې عيسى له څرګندو نښانو سره راغى وېلې دا دى تاسو ته مې حكمت راوړى او (بل) د دې لپاره (راغلم) تر څو ځينې هغه شيان درته بيان كړم چې تاسي پكې اختلاف كوئ، نو له الله وډار شئ او زما خبره ومنئ.
43:64 بېشكه همغه الله زما او ستاسي رب دى نو (يوازې) د هغه عبادت وکړئ، دا نېغه لاره ده.
43:65 خو بيا هغه ډلې خپل منځ كې سره واوښتې، نو د هغو خلكو لپاره تباهي ده چې ظلمونه يې كړي، د يوې دردوونکې ورځې له عذابه.
43:66 هغوى پرته له قيامته د بل شي انتظار نه كوي، چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي.
43:67 په دنیا کې چې کومې دوستانې دي یو د بل سره دا به په قیامت کې په دښمنۍ بدلې شي مګر د پرهیزګارانو دوستانې به پر ځای وي.
43:68 ای زما (نېكو) بندګانو! نن پر تاسي نه څه وېره شته او نه به تاسي خپه كېږئ.
43:69 هغوى چې زموږ په آيتونو يې ايمان راوړى او مسلمانان وو.
43:70 تاسي او مېرمنې مو جنت ته ننوځئ (چې هلته به) خوشاله كړى شئ.
43:71 پر هغوى به د سرو زرو كاسې او ګېلاسونه ګرځولى شي او څه چې زړونه يې غواړي او سترګې خوند ترې اخلي، هلته به وي او تاسي به تل پكې اوسېدونكي ياست.
43:72 او دا هغه جنت دى چې تاسي ته په ميراث دركړی شو، په هغو عملونو سره چې تاسي به كول.
43:73 هلته به ستاسي لپاره ډېره مېوه وي، چې له هغو به تاسي خورئ.