>

د رواد د ژباړې مرکز — 492

43:34 او د كوټو دروازې او تختونه به يې (هم د زرو) وو چې هغوى تكيه پرې لګوي.

43:35 او سره زر [ور به یې کړو]، اویقینا خامخا دا ټول دنيوي ګټه ده او آخرت خو ستا د رب پر وړاندې يوازې د متقيانو لپاره دى.

43:36 او څوک چې د قران څخه ځان ړوند کړي، يو شيطان به پرې وګومارو نو هغه به يې (تل) ملګرى وي.

43:37 او هغوى به له سمې لارې ايساروي خو هغوى به انګېري چې لار موندونكي دي.

43:38 تر دې چې موږ ته راشي وايي به كاشكي زما او ستا تر منځ خو د ختيځ او لويديځ لرې والى واى، نو دا بد ملګرى دى.

43:39 او څنګه چې تاسو ظلم كړى و نو نن به په عذاب كې ستاسو دا يو ځاى والى هيڅ ګټه در ونه رسوي.

43:40 آيا نو ته كاڼه ته ور اورولى شې، يا ړانده په لار سمولاى شې او څوك چې په ښكاره بې لاريتوب كې وي؟

43:41 نو كه تا (له دې ځايه) بوځو هم، موږ خو له هغوى غچ اخيستونكي يو.

43:42 يا به تا ته هم هغه (عذاب) در ووينو چې هغوى سره مو ژمنه كړې، نو موږ خو پرې واكمن يو.

43:43 نو هغه څه ټينـګ ونيسه چې تا ته وحې شوى، ته په رېښتيا په نېغه لار (روان) يې.

43:44 او دا هرومرو ستا او ستا د قوم لپاره نصيحت دى او نېږدې ده چې وپوښتل شئ.

43:45 او زموږ هغه رسولان وپوښته چې له تا وړاندې مو لېږلي وو، آيا له رحمن پرته مو نور معبودان ټاكلي وو چې لمانځل کېدل به؟

43:46 او موسى مو له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه درباريانو ته واستولو نو ورته ويې ويل چې زه د رب العالمين استازی يم.

43:47 نو كله چې زموږ له نښانو سره ورغى، هغوى يو دم ورپورې خندل.