>

د رواد د ژباړې مرکز — 491

43:23 او په همدې توګه موږ چې له تا مخکې پر كوم كلي كې څوك وېروونكى لېږلى نو سوكاله خلكو به يې هرومرو ويل چې موږ خپل پلرونه په يوه لاره موندلي او په رېښتیا موږ د هغوى پر پلونو روان يو.

43:24 نبي (عليه السلام) وويل: آيا كه څه هم ما تر هغه غوره لارښوونكى شى درته راوړى وي كوم چې تاسو خپل پلرونه پرې موندلي؟ هغوى وويل: موږ له هغه څه منكر يو كوم چې تاسو پرې لېږل شوي ياست.

43:25 بيا مو غچ ترې واخيست نو ګوره چې د درواغ ګڼونكو پايله څنګه وه؟

43:26 او كله چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشكه زه له هغه څه بېزار يم كوم چې تاسو يې عبادت کوئ.

43:27 پرته له هغه (الله) چې زه يې پيدا كړى يم نو همغه به لار راوښايي.

43:28 او هغه يې په خپل راتلونكي نسل كې يوه پاتې کېدونكې خبره وګرځوله څو چې هغوى (توحيد ته) بېرته راوګرځي.

43:29 بلكې ما هغوى او پلرونو ته يې د ژوند سامان وركړ تر دې چې كله حق (دين) او ښكاره بيانوونكى رسول ورته راغلو.

43:30 او كله چې حق ورته راغى وېلې دا خو كوډې دي او موږ ترې منكر يو.

43:31 او ويل يې: دا قرآن ولې د دغو دوو كليو پر يو لوى سړي نازل نه شو؟

43:32 آيا ستا د رب رحمت هغوى وېشي؟ د دنيا په ژوند كې خو موږ د هغوى ترمنځ روزي (او د ژوند سامان) ور وېشلى او د ځينو مرتبه مو پر ځينو اوچته كړې تر څو يو بل لاس لاندې (كاركوونكي) وګرځوي، او ستا د رب رحمت تر هغه څه غوره دى چې هغوى يې راټولوي.

43:33 او كه دا نه واى چې بيا به (ټول) خلك په يوه لار شي [په کقر کې] نو موږ به هرومرو د هغه چا د كورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې په رحمن (الله) كافر كيږي، او زينې هم چې هغوى پرې خېژي.