>

د رواد د ژباړې مرکز — 490

43:11 او هغه ذات چې له آسمانه يې اوبه را اورولې دي په (يوه ځانګړې) اندازه، بيا مو پر هغو سره مړ (شاړ) ښار را ژوندى كړى، همداسې به تاسو هم راویستل كېږئ.

43:12 او هغه (الله) چې ټولې جوړې يې پيدا كړې او تاسو ته يې بېړۍ او څاروي پيدا كړي چې ورباندې سپرېږئ.

43:13 تر څو تاسو يې پر شا سپاره شئ بيا د خپل رب نعمت درياد كړئ كله چې ورباندې سم كېنئ او (داسې) ووايئ چې هغه (الله) لره پاكي ده كوم چې دا يې راته تابع كړي حال دا چې موږ يې راټينګونكي نه وو.

43:14 او په رېښتيا موږ د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي يو.

43:15 او هغه ته يې له خپلو بندګانو يوه برخه ټاكلې ده، بېشكه انسان څرګند ناشكره دى.

43:16 آيا هغه له خپل مخلوقه لورګانې ونيوې او تاسو يې په زامنو سره غوره كړئ؟

43:17 او كله چې له هغوى په كوم يوه د هغه څه زېرى وشي چې رحمان ته يې د هغه مثال بيان كړى نو مخ يې تک تور او له غمه ډک شي.

43:18 آيا څوک چې په ګاڼه كې لوی شي او په جګړه كې ناڅرګند وي.

43:19 او د الله هغه بندګان يې ښځينه وګرځول كوم چې پرېښتې دي، آيا دوى يې په پيدايښت كې حاضر وو؟ د هغوى (دا) شاهدي به ليكل كيږي او وبه پوښتل شي.

43:20 مشرکانو ویلي وو که رحمن ذات غوښتی وای موږ به د دوی عبادت نه وای کړی، نشته دوی سره په دې څه علم، نه دي دوی مګر درواغجن.

43:21 آيا هغوى ته مو كوم كتاب وركړى چې (اوس) د هغه ټينګ نيوونكي دي.

43:22 نه هیڅ کتاب ورسره نشته بلکه هغوى ويل چې موږ خپل مشران په يو دين موندلي او موږ د هغوى پر پلونو باندې په سمه لار برابر يو.