>

د رواد د ژباړې مرکز — 489

42:52 همدارنګه وحې وکړه موږ تا ته د قران پخپل حکم او ته نه پوهیدې [مخکې له دې وحې] چې کتاب څه دی او ایمان څه دی؟ لیکن وګرځاوه موږ دا کتاب رڼا چې هدایت کوو چا ته یې چې وغواړو د خپلو بنده ګانو څخه او بیشکه ته ښودنه کوې د نیغې لارې.

42:53 د هغه الله لارې ته چې په آسمانونو او ځمكه كې ټول شته د هغه دي، خبر اوسئ چې (ټول) كارونه همغه الله ته ورګرځي.

43:1 حم [1]

43:2 په (دې) څرګند كتاب قسم.

43:3 چې بېشکه هغه موږ يو عربي قرآن ګرځولى تر څو تاسو له عقل کار واخلئ.

43:4 او بېشكه هغه په لوح محفوط كې زموږ سره دی په هرومرو د لوړې مرتبې حكمت والا دى.

43:5 ایا واړوو له ستاسو څخه دا قران په اړولو؛ له دې کبله چې تاسو مسرفین یاست؟ [دا قران درته بیان نه کړو؟ خاماخا یې درته بیانوو].

43:6 او موږ په لومړنيو کې هم څومره نبيان ولېږل؟

43:7 او هغوى ته يو نبي هم نه دى ورغلى مګر دا چې هغوی ملنډې پرې وهلې.

43:8 خو موږ تر هغوى زورور (جنګيالي) هم تباه كړل او د پخوانيو (ډېر) مثالونه تېر شوي.

43:9 او كه هغوى وپوښتې چې آسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې هغه برلاسي ډېر پوه (الله) پيدا كړي دي.

43:10 هغه چې تاسو ته يې ځمكه فرش ګرځولې او لارې يې درته پکې پيدا كړې دي، چې تاسو سمه لار ومومئ.