د رواد د ژباړې مرکز — 487
42:32 او (بل) د هغه له نښانو څخه په سمندر كې د غرونو په شان چلېدونكې بېړۍ دي.
42:33 كه خوښه يې شي باد به غلى كړي او هغه (بېړۍ) به يې په ډډه ولاړې پاتې شي، په رېښتيا په دې كې د هر صبرکوونکي شکرکوونکي لپاره (ډېرې) نښانې دي.
42:34 يا به يې په خپلو كړو وړو سره تباه كړي او له ډېرو (لا) تيريږي هم.
42:35 او هغو خلكو ته معلومه شي كوم چې زموږ په آيتونو كې جګړې كوي چې د هغوى لپاره څه خلاصون نشته.
42:36 نو څه چې تاسو ته دركړل شوي، هغه معمولي څکه ده د دنیوي ژوند، او څه چې له الله سره دي هغه غوره او همیشه دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى او پر خپل رب بروسه كوي.
42:37 او هغه كسان چې له سترو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي او كله چې په غوسه شي بيا بخښنه (هم) كوي.
42:38 او هغوى چې د خپل رب (د حكم) منل كوي، لمونځ ترسره كوي، (هر) كار يې په خپل منځي مشورې سره وي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي.
42:39 او هغوى چې كله تېرى ورباندې وشي نو (يوازې) خپل غچ اخلي.
42:40 او د بدۍ بدله همغسې بدي ده (نه زياته) خو څوک چې تېر شي او سوله وكړي نو اجر يې پر الله دى، بېشكه هغه ظالمان نه خوښوي.
42:41 او څوك چې له مظلوم كېدو وروسته (يوازې) خپل بدل اخلي نو پر هغوى (د پړې) كومه لار نشته.
42:42 بیشکه لار (د ملامتیا) پر هغو خلكو ده چې پر خلكو ظلمونه كوي او نا حقه په ځمكه كې تېرى كوي، د دوى لپاره دردوونکی عذاب دى.
42:43 او څوک چې صبر او بخښنه كوي، په رېښتيا دا د مضبوطو كارونو څخه دي.
42:44 او څوک چې الله يې بې لارې كړي نو له هغه وروسته بيا ده لره څوك كار جوړوونكى نشته او (دا) ظالمان به ته وينې كله چې هغوى عذاب وويني وايي به: آيا د بېرته تلو كومه لار شته؟