>

د رواد د ژباړې مرکز — 482

41:47 د قيامت پوهه (يوازې) هغه ته ورګرځي، نه راوزي هیڅ نوعه میوه له خپل وږی څخه او نه باروي یوه ښځینه حمل او نه یې زیږوي مګر دا ټول د الله په علم کې دي او په هغه ورځ چې آواز ورته وكړي: چېرې دي زما شريكان؟ هغوى به وايي: موږ خبر دركوو تا ته په دی خبره چې نشته په موږ كې هیڅوك چې هغه ګواهي وکړي په شرک.

41:48 او څه يې چې مخکې رابلل هغه به ترې ورك شي او باور به وكړي چې (اوس) د هغوى لپاره د خلاصون ځاى نشته.

41:49 انسان د خير (مال) له غوښتنې څخه نه ستړى كيږي، او كه څه تكليف ورته ورسي نو بيا ډېر ناهيلى (نا اميد) وي.

41:50 او كه (بيا) زموږ لخوا كوم رحمت وروڅكو له هغه تكليف وروسته چې ور رسېدلى و، هرومرو به وايي چې دا خو زما لپاره دی، او ګومان نه كوم چې قيامت راتلونكى وي، او كه (فرضاً) د خپل رب لور ته وګرځول شوم نو له هغه سره به مې هم غوره (برخه) وي! نو څوك چې كافر شوی وي هغوى به هرومرو په هغو عملونو خبر كړو چې کړي يې دي او له سخت عذابه به (خوند) وروڅكو.

41:51 او كله چې په انسان څه پیرزوینه د یو نعمت وکړو نو مخ واړوي، او پر څنګ لرې شي، او كله چې څه تكليف ور ورسي، نو بيا د اوږدې دعا څښتن شي. [کنایه ده له ډیرو دعاګانو څخه]

41:52 ته ووايه: خبر راکړئ كه چېرې وي دا (قرآن) د الله له لوري بيا کفر کوئ تاسو پدې باندې نو تر هغه چا به زيات بې لارې څوك وي چې هغه په (دومره) لرې مخالفت كې وي.

41:53 زر دی موږ به در وښایو تاسو ته خپلې نښې په څنډو (د اسمان) کې، او ستاسو په نفسونو کې، تر څو ورته ښكاره شي چې دا (قران) حق دى، آيا ستا رب كافي نه دى په هر شي ګواه.

41:54 خبر اوسئ چې هغوى له خپل پالونکي سره په مخامخ كېدلو كې شكمن دي، خبر اوسئ چې بېشكه هغه له هر شي راچاپېر دى.