د رواد د ژباړې مرکز — 477
41:1 حم [1]
41:2 راتلل د دې [قران] د ډیر او همیشه مهربان ذات لخوا.
41:3 يو داسې كتاب دى چې آيتونه يې بېل بېل څرګند بيان شوي چې عربي قرآن دى د هغه قوم لپاره چې پوهيږي.
41:4 زېرى وركوونكى او وېروونكى، خو بيا هم زياترو يې مخ وګرځولو او نه يې اوري.
41:5 او هغوى وايي چې زموږ زړونه په پردو كې دي له هغه څه نه چې ته مو وربولې په غوږو كې مو دروندوالى او زموږ او ستا ترمنځ يوه پرده ده نو (خپل) كار كوه موږ هم (خپل) كار كوونكي يو.
41:6 ووايه: یقینا زه خو ستاسي په شان بشر يم، وحي راته كيږي چې ستاسي الله په رېښتيا يوازې يو الله دى نو تاسي د همغه لور ته ورنېغ (متوجه) شئ او بخښنه ترې وغواړئ او د مشركانو لپاره تباهي ده.
41:7 هغوى زكات نه وركوي او له آخرته هم منكر دي.
41:8 ېشكه كومو كسانو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي د هغوی لپاره نه ختمېدونكى اجر دى.
41:9 ووايه آيا تاسو له هغه ذاته انكار كوئ چې ځمكه يې په دوو ورځو كې پيدا كړه او له هغه سره شريكان ټاكئ؟ همدا د مخلوقاتو پالونكى دى.
41:10 او په هغې كې يې د پاسه غرونه پيدا كړل او بركت يې پكې واچولو او په څلورو ورځو كې يې خوراكونه ور وټاكل، د (ټولو) پوښتنه کوونكو لپاره يو شان برابر.
41:11 بيا یې آسمان ته اراده وکړه او هغه لوګی و نو هغه او ځمكې ته يې وويل: دواړه راشئ په خوښه يا ناخوښه! دواړو وویل: په خوښۍ (تابعدار) راغلي يو.