د رواد د ژباړې مرکز — 474
40:59 بېشكه قيامت خامخا راتلونكى دى، شک نشته پكې، خو ډېر خلك ايمان نه راوړي.
40:60 او ستاسو پالونکي ويلي دي چې ما دروبولئ سوال به مو قبول كړم يقيناً هغه كسان چې زما له عبادته لويي كوي زر به په سپكاوي سره جهنم ته ننوځي.
40:61 الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې شپه د دې لپاره پيدا كړې چې آرام پكې وكړئ او ورځ يې روښانه كړې ده، بېشكه الله پر خلكو پېرزوينې والا دى خو ډېر خلك شكر نه باسي.
40:62 همدا ستاسي رب دى، د هر شي پيدا كوونكى، له هغه پرته بل الله نشته، نو تاسي كوم خواته ګرځول كېږئ.
40:63 همداسې به اړول كېدل هغه كسان چې د الله له اّيتونو به يې انكار كولو.
40:64 الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې ځمكه ارامه پر ځای ولاړه ګرځولى، اسمان يې چت او ستاسي صورتونه يې جوړ كړل نو ډېر ښه صورتونه يې در جوړ كړل او له پاكو شيانو يې روزي دركړه، دا ستاسي رب دى، نو برکتناک الله د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی.
40:65 هغه ژوندى دى، له هغه پرته بل الله نشته، نو په سوچه عقيده سره يې رابولئ، ټوله ستاينه د مخلوقاتو رب الله لره ده.
40:66 ووايه: يقيناً زه د هغو شيانو له عبادته بند کړی شوى يم چې له الله پرته يې تاسي رابولئ، ځكه چې د خپل رب له لوري ښكاره دليلونه راته راغلي او ماته امر شوى چې د ټولو مخلوقاتو رب ته غاړه كېږدم.