د رواد د ژباړې مرکز — 462
39:32 پس له هغه چا لوى ظالم څوك دى چې پر الله دروغ تړي، او رېښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رېښتیا) ده ته راشي؟ آیا په دوزخ كې د كافرانو لپاره هستوګنځى نشته؟
39:33 او هغه چا چې راتګ کړی په صدق [چې خبر یې د واقع مطابق وي] او عمل یی ورباندې کړی وي همدوی پرهیزګاران دي.
39:34 د هغوى لپاره د خپل رب پر وړاندې هغه څه دي چې هغوى يې غواړي، دغه د نېكانو بدله ده.
39:35 انجام به دا شي چې الله له هغوی هغه ناوړه کړنې له منځه يوسي چې کړې يې دي اوهغوی ته يې د هغه څه غوره بدله ورکړي چې کول يې.
39:36 آیا الله خپل بنده ته بسنه نه کوي او هغوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له هغه (الله) پرته دي او څوك چې الله يې لارورکی كړي، نو د هغه لپاره هیڅ لار ښوونكى نشته.
39:37 او چاته چې الله لارښوونه وكړي نو بيا يې څوك بې لارې كوونكى نشته، اّيا الله برلاسى غچ اخېستونکی نه دى؟
39:38 او كه ته پوښتنه وکړې د هغوی څخه چې اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې الله! ورته ووايه: خبر راکړئ د هغه څه په اړه چې تاسو یی له الله پرته عبادت کوئ؟ كه ماته الله لږ ضرر رسول وغواړي، آيا هغوى هغه ضرر لرې کولی شي؟ يا كه ماته څه رحمت وغواړي آيا هغوى يې د رحمت بندوونكي دي؟ ورته ووايه الله مې بس دى، بروسه کوونکي (يوازي) پر هغه بروسه كوي.
39:39 ووايه: ای زما قومه! تاسو پخپله طریقه عمل كوئ زه هم عمل كوونكى يم پس زر به پوه شئ.
39:40 چې چاته شرموونكى عذاب راځي او تلپاتې سزا ورباندې راپرېوزي.