>

د رواد د ژباړې مرکز — 460

39:11 ورته ووايه: بېشكه ماته امر شوى چې د الله لپاره په بندګۍ او طاعت کې اخلاص وکړم

39:12 او (بل دا) امر راته شوى چې تر ټولو لومړى مسلمان واوسم.

39:13 ووايه: كه زه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو يقيناً د هماغې لويې ورځې له عذابه وېريږم.

39:14 ووايه چې زه خو به دالله لپاره د دين په خالصولو سره د همغه بندګي وكړم.

39:15 نو تاسو له هغه پرته چې څه غواړئ بندګي یې وکړئ! ووايه بېشكه (حقیقي) زيانمن هغه خلك دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او خپلې كورنۍ په تاوان كې اچولې دي، خبر اوسئ چې همدغه څرګند تاوان دى.

39:16 د هغوى لپاره به لاندې باندې د اور (ټوټې) وريځې (لكه چترۍ راتاو) وي، دا هغه عذاب دى چې الله خپل بندګان پرې ډاروي، اې زما بندګانو له ما نه ووېرېږئ.

39:17 او هغه کسانو چې د باطل معبود دعبادت څخه یې ځان ساتلى او الله ته ورګرځېدلي، د هغو لپاره زېرى دى، نو زما بندګانو ته زېرى وركړه.

39:18 هغه کسان چې خبرې ته (ښه) غوږ ږدي، بيا چې كومه ډېره غوره وي د هماغې متابعت كوي، دوى هغه خلك دي چې الله هدايت ورته كړى او همدوى د سوچه عقل خاوندان دي.

39:19 اّيا نو پر چا چې د عذاب خبره ثابته شوې وي، نو ته هغه ژغورلى شې چې په اور كې وي؟

39:20 خو كوم كسان چې د خپل رب څخه وېرېدلي وي د هغو لپاره داسې ماڼۍ دي چې د پاسه يې (نورې) ماڼۍ جوړې شوې (او) د هغو لاندې ويالې بهيږي، الله وعده كړې ده، الله وعده نه ماتوي.

39:21 اّيا تا نه دي ليدلي چې الله اوبه له اسمانه را اورولې، بيا يې د ځمكې په چينو كې ننوېستې بيا په هغو سره رنګارنګ كښتونه راباسي، بيا هغه وچيږي نو تك زېړ يې وينې بيا يې مات رامات وګرځوي، يقيناً په دې كې لوى پند دى د عقل خاوندانو ته.