>

د رواد د ژباړې مرکز — 458

38:84 الله وفرمایل: حق زما وینا ده او حق زما صفت دی.

38:85 قسم دی خامخا ضرور به زه جهنم ډکوم ستا او ستا له ټولو پېروانو څخه.

38:86 ورته ووايه: زه خو په دې خبره له تاسو څه بدله نه غواړم او نه زه له ځانه جوړونکی يم.

38:87 دا د ټولو خلكو (نړيوالو) لپاره له يو نصيحت پرته بل څه نه دى.

38:88 او له څه مودې وروسته به خامخا تاسو (په ريښتينولۍ) د دې خبر وپوهېږئ.

39:1 راتلل د دې کتاب د الله له طرفه دي زورور او حکمتونو والا دی.

39:2 موږ يقينا دا كتاب تا ته په حقه نازل كړى پس د یو الله عبادت کوه په داسې حال کې چې سوچه کونکی یې الله لره په طاعت کې.

39:3 خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور دوستان نيولي (او وايي چې) موږ خو د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې دوی نږدې کړي موږ الله ته، بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې ډیر دروغجن او غټ کافر دی.

39:4 كه چېرې الله غوښتلى چې (څوك) زوى ونيسي نو خامخا به يې چې څه خوښه واى له هغه مخلوق نه چې پيدا كوي يې څه غوره كړى و، هغه لره پاكي ده، هماغه يو برلاسى الله دى.

39:5 آسمانونه او ځمكه يې په حقه پيدا كړي، هغه شپه پر ورځي ورتاووي او ورځ پر شپې ورتاووي او لمر او سپوږمۍ يې په كار لګولي دي، دا ټول به تر يوې ټاكلې نېټې چليږي خبر اوسئ هماغه برلاسى ډېر بخښونكى دى.