د رواد د ژباړې مرکز — 455
38:27 او موږ آسمان، ځمكه او ترمنځ شيان يې چټي نه دي پيدا كړي، دا خو د كافرانو ګومان دى او چا چې كفر كړى د هغو لپاره د اور له عذابه تباهي ده.
38:28 آيا موږ به هغه كسان چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، په ځمكه كې د فساد كوونكو غوندې وګرځوو يا به متقيان د بد كارو په شان؟!
38:29 دا يو بركتي كتاب دى – تاته مو د دې لپاره نازل كړى چې خلك يې په آيتونو کې ښه سوچ وكړي او عقلمند څه درس ترې واخلي.
38:30 او داود (علیه السلام) ته مو سليمان علیه السلام (زوى) وروبخښلو، هغه غوره بنده و، او (الله ته) ښه ورګرځېدونكى و.
38:31 يو وخت چې هغه ته ماځيګر مهال اصيل ګړندي اسونه وړاندې كړل شول.
38:32 وېلې رښتيا چې ما خو له دې مال سره د خپل رب له ياده زيات محبت وكړ تر دې چې هغه (لمر) په پرده كې پټ شو.
38:33 دا بېرته ماته راولئ، نو د هغو په پنډيو او غاړو يې لاس مښل (حلالول) پيل كړل.
38:34 او بېشكه (يو ځل) موږ سليمان (علیه السلام) وازمايلو او د هغه پر تخت مو يو (بى روحه) جسد وغورځولو، بيا ده توبه وكړه.
38:35 وېلې زما ربه ما ته بخښنه وكړه او يوه داسې پاچايي راوبخښه چې ما نه وروسته بل هيچا سره نه ښايي، يقيناً همدا ته ډېر ښه وركړې والا يې.
38:36 نو باد مو ورته تابع كړ چې په نرمۍ سره به هر هغه ځاى ته چلېدلو چې د ده به اراده وه.
38:37 او شيطانان هم هر ودانۍ جوړونكي او ښه غوټه او لامبو وهونكي.
38:38 او څه نور هم په ځنځيرو كې تړل شوي.
38:39 دا زموږ وركړه ده نو (اوس) ته ښېګڼه كوه يا يې وساته، هيڅ حساب نشته.
38:40 او بېشكه هغه لره زموږ پر وړاندې مرتبه او غوره استوګنځى دى.
38:41 او زموږ د بنده ايوب (علیه السلام) يادونه وكړه كله چې هغه خپل رب ته غږ وكړ چې شيطان زه په سخت تكليف او عذاب کې اچولى يم.
38:42 (ورته وويل شول) پښه دې (په ځمكه) ووهه، دا د لمبلو يخ ځاى او څښاك دى.