د رواد د ژباړې مرکز — 451
37:127 خو هغه يې دروغجن وګڼلو نو دوى به خامخا (په عذاب كې) د حاضر کړای شوو څخه وي. .
37:128 پرته د الله له سوچه بندګانو.
37:129 او په وروستنو كې مو د هغه (ښه نوم) پرېښودلو.
37:130 په الياسين دې سلام وي.
37:131 نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
37:132 هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
37:133 او بېشكه لوط له استول شوو رسولانو څخه و.
37:134 كله چې هغه او د هغه ټوله كورنۍ مو وژغورله.
37:135 پرته له يوې بوډۍ چې پاتېدونكو كې وه.
37:136 بيا مو نور تباه كړل.
37:137 او يقيناً تاسو ورتېریږئ په دوی باندې د سبا په وخت کې.
37:138 او د شپې هم، نو اّيا عقل نه چلوئ؟
37:139 او بېشكه يونس له رسولانو څخه و.
37:140 كله چې هغې ډكې بېړۍ ته وروتښتېد.
37:141 بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو.
37:142 بيا ماهي (کب) ده لره روغ تېر کړ په داسې حال کې چې دی ملامتونكى و.
37:143 نو كه چېرې هغه له تسبيح ويونكو څخه نه وى.
37:144 خامخا به د هغه ګېډه كې د بيا راپاڅېدو تر ورځې ځنډېدلى و.
37:145 بيا موږ په ناروغه حالت ډاګ ميدان كې وغورځولو.
37:146 او د كدو يو بوټى مو ورباندې را زرغون كړ.
37:147 هغه موږ سل زره يا څه زياتو (خلكو) ته ور استولى و.
37:148 نو هغوى ايمان راوړ، بيا مو تر څه وخته مهلت او سوكالي وركړه.
37:149 نو ته يې وپوښته، اّيا ستا رب لره به لورګانې وي او دوى لره زامن؟
37:150 (او) كه نه، دوى حاضر وو چې موږ ملايكې ښځينه پيدا كړل.
37:151 خبر اوسه یقینا دوى له خپلو ځینو درواغو داسې وايي.
37:152 چې الله بچى راوړى حال دا چې دوى حتماً دروغجن دي.
37:153 اّيا لورګانې يې پر زامنو غوره وګڼلې.