د رواد د ژباړې مرکز — 449
37:77 او د ده اولاده مو پاتېدونكې وګرځوله.
37:78 او په وروستنو كې مو د هغه ښه نوم پرېښودلو.
37:79 په ټولو مخلوقاتو كې دې پر نوح سلام وي.
37:80 نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
37:81 هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
37:82 بيا مو هغه نور غرق كړل.
37:83 او بېشكه د هغه له تابعدارانو څخه ابراهيم و.
37:84 كله چې خپل رب ته له روغ زړه سره راغى.
37:85 كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا څه دي چې تاسي يې عبادت كوئ؟
37:86 اّيا له الله پرته په دروغو جوړ شوي معبودان غواړئ.
37:87 نو څه ګمان دی ستاسو په رب د عالمینو باندې.
37:88 بيا يې په ستورو كې يو نظر واچولو.
37:89 وېلې: زه خو ناروغ يم.
37:90 نو روان شول دوی د هغه نه شا ګرځوونکي.
37:91 نو دى پټ پټ د هغوى معبودانو [بوتان] ته ورغلو وېلې: آيا تاسي نه خورئ؟
37:92 څه شوي دي پر تاسي خبرې هم نه كوئ؟
37:93 نو پيل یې وکړ د هغوی په وهلو په ښې لاس سره.
37:94 نو هغوى په منډه ورته رامخه كړه.
37:95 وېلې اّيا د هغه څه عبادت کوئ چې په خپله يې تراشئ؟
37:96 حال دا چې تاسو هم الله پيدا كړي ياست او څه چې كوئ هغه هم.
37:97 هغوى ويل: ده ته يوه ودانۍ جوړه كړئ بيا يې په اور كې واچوئ.
37:98 خو چې په ده يې هغه چل كول وغوښتل نو موږ هغوى لاندې كړل.
37:99 او ده وويل: زه د خپل رب په لوري تلونكى يم، زر به هغه لار راوښايي.
37:100 زما ربه! ما ته صالح اولاد راكړه.
37:101 نو موږ د يو زغمونكي هلك زېرى وركړ.
37:102 بيا كله چې له ده سره د منډې ترړې توانایي ته ورسېد، وېلې: زما زويه! زه خوب كې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دى؟ وېلې پلاره څه چې درته امر شوى هماغه وكړه، ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې.