د رواد د ژباړې مرکز — 447
37:25 په تاسو څه شوي چې يو بل سره مرسته نه كوئ؟
37:26 بلكې هغوى نن تسليم شوي دى. .
37:27 او هغوى به يو بل ته مخ كړي، پوښتنې به كوي.
37:28 وايي به (كشران) همدا تاسو به له ښۍ خوا (د ښېګڼې په نامه) موږ ته راتلئ.
37:29 (مشران به) وايي په اصل كې خپله تاسو ايمان راوړونكي نه وئ.
37:30 او پر تاسو خو زموږ كوم برلاسى نه و، خو خپله سرکښه خلك وئ.
37:31 نو (اوس) پر موږ ټولو زموږ د رب (هغه) خبره ثابته شوه چې موږ به (د عذاب) څكونكي يو.
37:32 نو موږ خپله هم بې لارې وو او تاسي مو هم بې لارې كړئ.
37:33 نو په هغه ورځ به هغوى (ټول) په عذاب كې سره شريك وي.
37:34 موږ په مجرمانو همداسې چارې كوو.
37:35 هغوى داسې وو چې كله به ورته وويل شول چې: له الله پرته كوم بل د عبادت لایق نشته، نو لويي به يې كوله.
37:36 او دوى به ويل چې اّيا موږ به د يو لېوني شاعر لپاره د خپلو باطلو معبودانو پرېښودونكي يو؟
37:37 بلكې هغه له حق سره راغلى او د ټولو پېغمبرانو تصديق يې كړى.
37:38 (او) تاسي به يقيناً د دردناك عذاب څكونكي ياست.
37:39 او له هغه پرته چې تاسو به كول، بله بدله نه دركول كيږي.
37:40 پرته د الله له سوچه بندګانو.
37:41 د هغوى لپاره يوه ټاكل شوې روزي ده.
37:42 يعنې مېوې، او هغوى به عزتمن وي.
37:43 نعمت والا جنتونو كې.
37:44 په تختونو به يو بل ته مخامخ ناست وي.
37:45 د روانو شرابو ګيلاسونه به ورباندې ګرځول كيږي.
37:46 تك سپين، د څښونكو لپاره خوندور.
37:47 نه به وي په هغې کې آفتونه او نه به دوی لره د هغې (شرابو) له امله قی ورځي.
37:48 او هغوى سره به ښكته نظر اچونكې غټ سترګې (حورې) وي.
37:49 لكه هغوى چې پټې ساتل شوې هګۍ وي.
37:50 نو دوى به يو پر بل رامخ كړي تپوسونه به كوي.
37:51 په دوى كې به يو ويونكى وايي چې يقيناً زما يو ملګرى ؤ.