>

د رواد د ژباړې مرکز — 438

35:31 او موږ چې تا ته له كتابه څه په وحي درلېږلې، همغه حق دي چې له هغه د مخكني كتاب تصديق هم كوي، بې شكه الله په خپلو بندګانو هرومرو ښه باخبر ليدونكى دى.

35:32 بيا مو هغه كسان د دې كتاب وارثان وګرځول چې له خپلو بندګانو مو را چاڼ كړي وو، نو له هغوی ځينې پر خپل ځان ظالمان، ځينې يې منځني او ځينې يې د الله په حكم (توفيق) سره نېكيو ته ور مخکې كېدونكي دي، همدا ډېر لوى فضل دى.

35:33 (هغه) د تل اوسېدلو باغونه دي چې دوى ورننوځي، په هغو كې به دوى ته د سرو زرو او ملغلرو بنګړي وراچول كيږي او پوښاك به يې هلته ورېښم وي.

35:34 او هغوى به ووايي هغه الله لره ستاينه ده چې له موږ يې خپګان لرې كړ، بې شكه زموږ پالونکی هرومرو بخښونكى احسان قبلوونكى دى.

35:35 همغه چې موږ يې په خپل فضل سره په تلپاتې كور كې مېشت كړو، چې (اوس) نه څه كړاو پكې رارسيږي او نه پكې ستوماني رارسي.

35:36 او څوك چې كافر شوي د هغوی لپاره د جهنم اور دى، نه به ورباندې پرې پرېکړه كيږي چې مړه شي او نه به يې څه عذاب ترې سپكيږي، هر نا شكره ته موږ همدا ډول سزا وركوو.

35:37 او هغوى به پكې چيغې وهي چې اې زموږ ربه! موږ وباسه چې ښه كارونه وكړو، هغسې نه چې موږ به كول (وبه ويلې شي) آيا موږ دومره عمر نه و دركړى چې (كه) څوك پكې څه درس اخلي، درس اخيستلاى شي او وېروونكى هم درغلى و، نو اوس يې (خوند) وڅكئ، د ظالمانو لپاره څوك مرستندوى نشته.

35:38 بې شكه الله د آسمانونو او ځمكې د غيبو عالم دى، بې شكه هغه د سينو پر رازونو ښه پوه دى.