د رواد د ژباړې مرکز — 43
2:257 الله د هغو خلكو دوست دى چې ايمان يې راوړى، له تيارو يې د رڼا خوا ته باسي او هغوى چې كافر شوي، دوستان يې شيطانان دي چې له رڼا يې د تيارو لوري ته باسي، دا خلك د اور والا دي، همدوى به تل پكې اوسېدونكي وي.
2:258 آيا هغه کس دې ندى ليدلى چې له ابراهيم سره يې د خپل رب په هكله جګړې کولې (د انکار په طریقه) خکه چې الله پاچاهي وركړې وه، كله چې ابراهيم وويل: زما رب خو هماغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، ويى ويل: زه هم ژوندي كول او مړه کول كوم، ابراهيم وويل: ښه نو الله خو لمر له ختيځه راخېژوي نو ته يې له لويديځه راوله نو هغه كافر شوى كس حيران پاتې شو. او الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي [کله چې پخپل ظلم کلک پاتې شي].
2:259 او يا لكه هغه كس چې په يو داسې كلي تېر شو چې پريوتی و پر بامونو يې، ويې ويل: الله به دا پس له دغې مړينې څرنګه را ژوندی كوي؟ نو الله هغه په سل كاله مرګ مړ كړ او بيا يې راپور ته كړ، ورته یې وويل: څومره وځنډېدې؟ ویې ويل: يوه ورځ به ځنډېدلى يم يا د ورځې څه برخه! ويې فرمايل: نه، ته سل كاله ځنډېدلى يې خو دې خوراك او څښاك ته دې وګوره چې لا ندي خراب شوي! او خره ته دې وګوره، او دا د دې لپاره چې خلكو ته دې يوه نښانه وګرځوو، او دې هډوكو ته ګوره چې څرنګه يې خوځوو او بيا يې په غوښه پټوو! نو كله چې ورته څرګنده شوه، ویې ویل اوس پوهېږم چې بېشكه الله پر هر څه قادر دى.