>

د رواد د ژباړې مرکز — 424

33:44 په كومه ورځ چې له هغه سره مخامخ كيږي، هر كلى به يې په سلام وي او هغوى ته يې پتمن اجر چمتو كړى.

33:45 اۍ پېغمبره! موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكی ليږلى يې.

33:46 او الله تعالی ته بلونکی د هغه په حکم سره او روښانه څراغ (يې).

33:47 او مومنانو ته زېرى وركړه چې د الله لخوا د هغوى لپاره لويه پېرزوينه ده.

33:48 او د كافرانو او منافقانو خبره مه منه، ضرر يې پرېږده او پر الله بروسه كوه او الله كار جوړوونكى بس دى.

33:49 اې مومنانو كله چې تاسي مومنانې په نكاح كړئ بيا يې طلاقې كړئ مخكې له دې چې لاس ور وړئ (کوروالی وکړئ) نو بيا تاسي لپاره پر هغوى كوم عدت نشته چې شمېرئ به يې، نو هغوى ته یوه جوړه جامه وركړئ او په ښه توګه يې رخصت كړئ.

33:50 اې نبي! بېشكه موږ ستا هغه مېرمنې درته حلالې كړې دي چې تا يې مهرونه وركړي، او هغه وينځې چې الله په غنيمت دركړې دي، او ستا د تره لوڼې، د ترور لوڼې، د ماما لوڼې د توړۍ ګانو هغه لوڼې دې چې له تا سره يې هجرت كړى او يوه مومنه ښځه كه خپل ځان نبي (علیه السلام) ته وبخښي، كه چېرې نبي (عيله السلام) د هغې نكاح كول وغواړي، دا هم يوازې ستا لپاره نه د نورو مومنانو لپاره، بېشكه موږ ته هغه (احكام) معلوم دي چې د هغوى د مېرمنو او وينځو په اړه مو ورباندې ټاكلي دي، دې لپاره چې پر تا كومه سختي نه وي، او الله ډېر بخښونكى مهربان دى.