د رواد د ژباړې مرکز — 421
33:23 له مومنانو ځينې داسې (نران) سړي هم شته چې په كوم شي يې الله سره لوظ كړى و هغه يې ریښتيا كړ، نو ځينو خو يې خپل نذر (منخته) پوره كړ (شهیدان شول)، او ځينې يې لا انتظار كوي او هيڅ كوم بدلون يې ونكړ.
33:24 دې لپاره چې الله ریښتينو ته د هغوى د ریښتیا بدله وركړي او منافقانو ته يې كه خوښه وه عذاب وركړي او يا يې توبه قبوله كړي، بې شكه الله بخښونكى مهربان دى.
33:25 او الله كافران له غوسې سره داسې بېرته وګرځول چې هيڅ ګټه يې ترلاسه نكړه او له جګړې څخه الله مومنان وساتل، او الله زورور برلاسى دی.
33:26 او الله د اهل كتابو هغه خلك له خپلو كلاګانو راكوز كړل چې د هغوى (مشركانو) مرسته يې كړې وه، او په زړونو كې يې وېره ورواچوله، نو يوه ډله مو وژله او بله مو بندې كوله.
33:27 او د هغوى زمكه، كورونه او مالونه يې تاسي ته په ميراث دركړل، او هغه زمكه هم چې تاسو نه وه لتاړ (پښو لاندې) كړې او الله په هر څه قادر واکمن دی.
33:28 اې پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه چې كه تاسي د دنيا ژوند او د هغې د ښكلا سامان غواړئ نو راشئ چې څه نا څه شيان دركړم او په ښه ډول مو رخصت كړم.
33:29 او كه تاسي الله، د هغه رسول او د اّخرت كور غواړئ نو بې شكه الله له تاسو څخه نېك عمل کوونکو ته ستر اجر چمتو كړى دى.
33:30 اې د پېغمبر مېرمنو! له تاسي که څوك يو څرګند ناوړه كار وكړي نو د هغې لپاره به عذاب دوه برابره شي او دا الله ته (ډېره) اّسانه ده.