>

د رواد د ژباړې مرکز — 419

33:7 او هغه مهال چې موږ له پېغمبرانو او له تا، نوح، ابراهيم، موسى او د مريمې زوى عيسى نه لوظ واخيست، او ښه پوخ لوظ مو ترې واخيست.

33:8 څو له ریښتينو څخه د هغوى د ریښتیا پوښتنه وكړي، او كافرانو ته خو يې دردوونکی عذاب چمتو كړى.

33:9 اې مومنانو د الله (هغه) نعمت درياد كړئ چې كله تاسي ته لښكرې راغلې نو موږ پر هغوى سيلۍ او داسې لښكرې را واستولې چې تاسي نه ليدلې او الله ستاسي په كړو وړو ښه ليدونكى دى.

33:10 كله چې هغوى تاسي ته له پاسه او لاندې خوا نه راغلل، او کله چې سترګې كږې شوې او زړونه ستونو ته راورسېدل او په الله مو راز راز ګمانونه وكړل.

33:11 هملته مومنان وازمايل شول او په سختو لړځولو سره ولړځول شول.

33:12 او كله چې منافقانو او هغو چې زړونو كې یې ناروغي ده، وويل: موږ سره الله او د هغه رسول پرته له تېرېستلو (دوکې) د بل څه ژمنه نه ده كړې!

33:13 او كله چې د هغوى يوې ډلې وويل: اې د يثرب خلكو ستاسي د ټينګې ځاى نشته بېرته وګرځئ، او يوه (بله) ډله يې پېغمبر نه (د تللو) اجازه غواړي وايي: بې شکه زموږ كورونه تش پراته دي، او حال دا چې هغه تش نه وو، هغوی له تېښتې پرته څه نه غوښتل.

33:14 او كه د مدينې له شاوخوا پر دوى (لښكرې) ورننوځي، بيا فتنه (كفر يا شرک) ترې وغوښتل شي، خامخا به يې تر سره كړي، او څه ځنډ به پكې ونه كړي مګر لږ.

33:15 او بې شكه دوى لا مخكې الله سره لوظ كړى و چې هيڅكله به (جګړه كې) شا نه ګرځوي او د الله سره شوې ژمنه پوښتل کېږي.